د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې موټربم چاودنې د ملي اردو درې سرتېري وژلي


د افغانستان په نقشه کې د غزني موقعیت
د افغانستان په نقشه کې د غزني موقعیت

په غزني کې د ملي اردو پر یوه اډه موټر بم برید درې سرتېري وژلي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده مشال راډیو ته وویل چې برید د شپې په دولسو بجو د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه کې شوی.

جمعه زاده زیاتوي په دې برید کې یو هاموی ټانک کارول شوی چې غوښت یې په اډه کې دننه چاودنه وکړي خو امنیتي ځواکونو له پېژندلو سره سم ویشتلی دی او په دغه پېښه کې یې د درې سرتېرو د وژل کېدو او دوو نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

جمعه زاده وايي وسله والو طالبانو غوښتل چې دغه مرکز ته څېرمه د محمود ځنګل په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته د مازدا موټر په واسطه یو بل برید هم وکړي، ‎خو دغه موټر نه دی چاودلی او د ملي اردو لاس ته ورغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG