د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حکومته خېرات نه، کار غواړو: طارق جمال


هنرمندان وايي، که حکومت د دوی غوښتنې نه مني نو یو ځل بیا به په احتجاجونو لاس پورې کړي. ارشیف- انځور
هنرمندان وايي، که حکومت د دوی غوښتنې نه مني نو یو ځل بیا به په احتجاجونو لاس پورې کړي. ارشیف- انځور

طارق جمال د پښتو ډرامو او فلمونو اداکار د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، په اوس وخت کې د خیبر پښتونخوا صوبې هنرمندان د بې رزګارۍ ژوند تېروي.

نوموړی وایي، دوی له حکومته خېرات نه کار غواړي او دغه یې حق دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې طارق جمال وویل، "د پښتو په سرکاري ټیلیویژن اوس د پښتو ډرامې نه شته. دوی ته حکومت وایي چې د دې کار لپاره فنډونه نه لري."

نوموړی وایي، دا فنډ یوازې په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو لپاره نه شته ځکه چې په پنجاب او سېند کې هنرمندانو ته په سرکاري ټیلیویژن کې کار شته.

له مشال راډیو سره په خبرو کې ځینو هنرمندانو وویل، که حکومت د دوی غوښتنې نه مني نو یو ځل بیا به په احتجاجونو لاس پورې کړي.

د پښتو ډرامو یوې هنرمندې زاهده تنها د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دوی څو څو وارې خپل غږ حکومت ته ورسوو خو تر اوسه د دوی پر غوښتنو عملي کار نه دی شوی.

نوموړې وایي، فنکار د یوې ژبې او ثقافت نماینده وي او چې فنکار خوار وي، په سړکونو د خپل رزق او کار لپاره احتجاج کوي نو د خپل کلتور او ژبې خدمت به څنګه کوي.

زاهده تنها چې د پښتو په ګڼو ډرامو کې يې کار کړی، له مشال راډیو سره په خبرو کې وایي، د تحریک انصاف حکومت په نورو صوبو کې فنکارانو ته مراعات ورکړي دي خو د پښتون فنکار غږ نه اورېدل کېږي.

نوموړې وایي، سږ کال د کورونا وبا له کبله هم د دوی کار او ژوند متاثره شو، ګراني زیاته شوې او روزګار نه لري.

احمد ګل استاد: سرکار مور پلار دی باید چې هنرمندانو وپالي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

د خیبر پښتونخوا هنرمندانو د تېر نومبر په میاشت کې هم په پېښور کې یو احتجاجي لاریون وکړ او د ډېسېمبر پر دویمه یې په پېښور کې په یو خبري کنفرانس کې خپلې مسلې بیان کړې.

دوی د خپلو غوښتنو لپاره د "ارټسټ اېکشن موومنټ" په نوم یو غورځنګ جوړولو اعلان هم وکړ او ۱۲ غوښتنې یې حکومت ته وړاندې کړې.

په دغو کې نشتر هال دوی ته وړیا ورکول، په سرکاري ټیلیویژن د پښتو ډرامو پېلول، هنرمندانو ته روزګارونه ورکول، دوی ته د میاشتې د ۳۰ زرو روپو ورکول بحالول، د ناروغو هنرمندانو په سرکاري خرچه علاج کول او ځینې نورې غوښتنې شاملې دي.

د خیبر پښتونخوا هنرمندان وایي، دپنځه کاله وشول چې پاکستان سرکاري ټیلیویژن له لارې د پښتو ډرامې او د موسیقۍ پروګرامونه بند شوي دي، او حکومت دوی ته وایي چې له دوی سره فنډ نه شته.

د پښتو ډرامو یو بل هنر مند جاوېد بابر وایي، باید حکومت هنرمندانو له کار ورکړي.

نوموړی وایي، حکومت دې په نشتر هال او د کلتور په محکمه کې هنر مندانو له روزګار ورکړي، ځنګه چې لاهور او کراچۍ کې داسې شوي دي.

جاوېد بابر وایي، د صوبې بجټ په اربونو روپو دی، پخپله دا صوبه په اربونو روپۍ پیدا کوي، وسایل زیات دي، حکومت ته فنډونه هم راځي خو بیا هم د صوبې هنر مند په سړکونو د کار لپاره احتجاج کوي.


د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم جګړا د تېر جون میاشت کې د ۹۲۳ اربو روپو بجټ په اسمبلۍ کې وړاندې کړ، او په دغو کې یې د کلتوري هلو ځلو لپاره یو کروړ روپۍ مختص کړې وې.

خو د صوبې د کلتور او ثقافت وزیر شوکت یوسفزي د ډېسېمبر پر درېمه مشال راډیو ته وویل حکومت یې هنرمندانو ته د «اېنډاومنټ فنډ» په تیارولو کار کوي، په دغه اړه قانون سازي هم شوې ده، او ډېر ‌ژر به یې صوبایي کابینه منظوري ورکړي. او د دغې فنډ چې څومره ګټه راځي هغه به له هنرمندانو سره پر مرستو لګول کېږي.

شوکت یوسفزی دا هم وایي، کولای شي چې تر درې میاشتو نشتر هال هنرمندانو ته وړیا ورکړي.

نشتر هال دا وخت د کورونا وایرس له کبله بند دی خو د یوسفزي په خبره که هنرمندان دغلته په ازاد مېدان کې خپل پروګرامونه کول غواړي نو تر دریو میاشتو پورې یې اجازت ورکولی شي.

خو هنرمنده زاهده تنها وایي، د ارټسټانو مسلې دوی ته د نشتر هال په دوو یا دریو میاشتو ورکولو نه هوارېږي.

هنرمندان دا هم وایي، حکومت دوی ته د فنډ ورکولو او یا د کار ورکولو اعلانونه کوي خو عملي کار په نظر نه راځي.

د صوبې د هنرمندانو یو سازمان د هنر وارثان ترمخه په ټوله صوبه کې د هغو هنرمندانو شمېره تر یو زرو پورې ده چې له پښتو ډرامو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG