د لاسرسي ځای

تازه خبر

«خان عبدالصمد خان اڅکزی جامع لکمالات شخصیت وو»


خان عبدالصمد خان اڅکزی
خان عبدالصمد خان اڅکزی

خان عبدالصمد خان اڅکزی د پښتون ملت پاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزیي پلار وو چې نن پر دویم ډیسمبر یې ۴۱م تلین لمانځل کېږي.

نن د سېشنبې پر ورځ د پښتون ملي مبارز،خان عبدالصمد خان اڅکزیي ۴۱م تلین لمانځل کېږي. په دغه اړه به د پاکستان او افغانستان بېلا بېلو سیمو کې غونډې او دستورې ترسره شي. دا چې خان عبدالصمد خان اڅکزی څنګه شخصیت و او د ملي مبارزې مرام او هدفونه یې څه ول؟

پر خان عبدالصمد خان اڅکزی د ځانګړو کتابونو او لیکنو لیکوال شوکت ترین وایې چې خان شهید یو ستر ملي مبارز او پښتون مشر و:

«خان شهید پر ۷م جولایي ۱۹۰۷ په ګلستان (بلوچستان) کې زېږېدلی او پر ۲م ډسمبر کال ۱۹۷۳ په کوټه کې په بمونو ووژل شو. نوموړی ۶۶ کلن و او د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، چا چې د خپل ۶۶ کلن عُمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي. په جهان کې هېڅ یو داسې مثال نشته چې یو سړي دې نیم عُمر په زندان کې او نیم عمر په ستړیو کې تېر کړي»

شوکت ترین وایې چې خان شهید د سیاسي او ملي مبارزې له لارې خپل قام او ملت ته خدمت وکړی:

«خان شهید مرام او هدفونه دا ول چې پښتون دې خپلواکی او سرلوړی شي. نه یوازې پښتون، بلکې د بلوڅو او سیندیانو د حقوقو لپاره هم د نوموړي هلې ځلې څرګندې دي. خپلو مرامونو او مقصدونو ته د حقیقت رنګ ورکولو په خاطر نوموړي پر ۲۰م می،۱۹۳۸ د (انجمن وطن) په نامه د یو سیاسي ګوند بنسټ کښېښود، چې د دغ ګوند مقصد هم لکه مخکې چې مو وویل، خپلواکي، بلوچستان او پښتونخوا کې سیاسي اصلاحات او پښتنو ته د انسان په سترګه کتلو تحریک وو.»

د پښتون ملت پاله،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو صوبایي مشر،عبدلرحیم زیارتوال وایې چې خان شهید مبارزه د نه هېرېدو ده:

«په یو داسې وخت کې د انګریزي (فرنګي) سامراج مقابلې ته راوتل او غږ پورته کول، چې په هغه سامراج کې له یوې خوا لمر نه پوټېدی او بلې خوا ته د ظلم او جبر انتها دا وه چې چا به له ویرې غږ هم نه شو کولی. په داسې حالاتو کې راوتل په خپله ډېر لوی مقام او حیثیت لري. بیا د فرنګي له وتلو وروسته چې پاکستان جوړ شو، نو د پاکستان لپاره یې د حقیقي فیډریسیون یوه غوره نقشه وړاندې کړله، خو دا د پاکستان واکمنانو ته د منلو نه وه، ځکه خو یې خان شهید په نوي هېواد کې هم بیا بیا تر بندیزونو او زندانونو لاندې راوست»

لیکوال،شوکت ترین زیاتوي، چې خان شهید د ملي مبارزې تر څنګ، یو هر اړخیزه شخصیت هم درلود.

«د خان عبدالصمد خان ځانګړتیا دا ده، چې له خوشال خان خټک را وروسته، په ټول پښتون افغان تاریخ کې داسې جامع الکمالات شخصیت ترسترګو نه راځي، چې هغه په یوه وخت کې سیاست، صحافت،ژباړې، فقه، اسلامي علوم او ژبه؛ دا ټول په خپل شخصیت کې رانغاړي»

یاده دې وي،خان عبدالصمد خان اڅکزی د پښتون ملت پاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزیي پلار وو چې نن پر دویم ډیسمبر یې ۴۱م تلین لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG