د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې وسله والو دوه ملکان وژلي


د باجوړ په سالارزیو کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې دوه حکومت پلوي ملکان وژل شوي دي. تر دې پېښې دوې ورځې وړاندې د ګل/دوشنبې پر ورځ په یوه بله ناکراره قبایلی ضلعه شمالي وزیرستان کې هم څلور ملکان په یوه هدفي برید کې ووژل شول.

د سالارزیو د پولیسو یوه چارواکي ګل زر خان د شورو/پنجشنبې ورځ (نن) مشال راډیو ته وویل چې سعادت خان او شازالله د یوه ملګري پوښتنې لپاره د باجوړ روغتون ته ورغلي ول او بېګا ماخوستن شاوخوا نهه بجې چې کور ته پر لار ول نو په سرو ونو کلي کې ورباندې وسله والو ډزې وکړې او و یې وژل. بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

ګل زر خان زیاتوي چې دواړه شاوخوا ۴۰ کلن ول. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. د سیمې اوسېدونکي وايي، د سعادت خان او شازالله جنازه نن درې بجې کېږي.

باجوړ کې له تېرو یوڅو مياشتو راهیسې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي چې زياتره پکې د سيمې مشران په نخښه کېږي.

زیاتو هدفي بریدونو ته په کتو د نومبر پر ۳۰مه ناڅرګندو وسله والو څلور قبایلي مشران وژلي ول او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

دا پېښه د میرلي تحصیل په خیسور سیمه کې شوې.

دغه قبایلي مشران په یوه ګاډي کې روان ول چې له یوه بل موټره وسله والو کسانو ورباندې ډزې وکړې.

په شمالي وزیرستان کې د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله ګنډه پور له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د پېښې پلټنې پیل کړې.

تر اوسه هېچا د برید ذمه واري نه ده منلې.

په پېښه کې وژل شوي مشران ملک نور رحمان، ملک عمر، ملک میر سعدي او ملک رضا نومېږي. دوی ټول د میرلي ښارګوټي د خیسور سیمې دي.

له ۲۰۱۹ز کال راهیسې په وزیرستانونو کې هدفي بریدونو بیا زور اخیستی دی.

د سیمې خلکو بیا بیا احتجاجونه کړي او له حکومته یې د امنیت ټینګولو غوښتنې کړي دي.

بلخوا ځايي امنیتي چارواکي وايي، د سیمې د امنیت لپاره یې کوټلي اقدامات کړي دي.

په وزیرستانونو کې په ۲۰۱۴ز کال پاکستانیو ځواکونو پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې د دې سیمې د کلیو ا بانډو په لکونه وګړي بې کوره او کډوال شول.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دوی سیمه له طالبانو پاکه کړې ده خو د هدفي بریدونو وروستیو زیاتېدونکو پېښو په ولس کې بیا د وسله والو ورستنېدو اندېښنې ټوکولې دي.

په قبایلي سیمو کې د هدفي بریدونو ترڅنګ یوه بله لویه ستونزه بیا بیا د پاکستانیو امنیتي عسکرو له لوري په ډزو کې د ځايي خلکو مرګژوبله ده. په دا وروستیو کې همداسې یوې پېښې پرضد د شمالي وزیرستان په دته خېل دیګان کې پښتون ژغورنې غورځنګ یو څلور ورځنی پرلت وکړ. د دوی په وینا چې د روانې میاشتې پر ۲۶مه نېټه امنیتي عسکرو د سیمې یو ځوان عبدالقدوس په ډزو وژلی. د پرلتوالو غوښتنه وه چې د عبدالقدوس په وژلو ککړ عسکر دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

پولیس وايي د وژل شوي ځوان خپلوان د مقدمې درجولو لپاره نه ده ورغلي خو د دوي په وینا د ناڅرګندو کسانو ضد یې یو مقدمه درج کړې ده. خو پرلتوال وايي چې پولیس یې مقدمه نه درجوي.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي‌ ځواکونه پر عامو خلکو ډزې نه کوي.

ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه یوازې د هغوی ضد کارروايي کوي چې په ناامنیو کې ککړ وي.

خو پرلتوال وايي چې امنیتي ځواکونو دا ځوان د نومبر پر ۲۶مه هغه مهال وژلی چې ماښام مهال هلته یوې ښادۍ ته روان وو.

د دوي په وینا، امنیتي ځواکونو د هغه مړی یوه ورځ وروسته د میرامشاه په روغتون کې پرېښود.

په وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ځايي ځوانانو وژل کېدو دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم داسې پېښې شوې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو د داسې پېښو پرضد د شمالي وزیرستان تر څنګ په جنوبي وزیرستان کې هم احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG