د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بايډن وايي، نوې اداره به یې د 'امريکا په متحدولو او رغولو' کې مرسته وکړي


جوبايډن ويلي دي چې امريکا نړيوال سټېج ته بيا ستانه شوه او دا د تلونکي امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه دريځ څخه بدل موقف دی چې وايي ((ړومبۍ امريکا)) .
جوبايډن ويلي دي چې امريکا نړيوال سټېج ته بيا ستانه شوه او دا د تلونکي امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه دريځ څخه بدل موقف دی چې وايي ((ړومبۍ امريکا)) .

د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن د خپلې راتلونکې ادارې لومړي څرک ښودلی دی او د يوه هررنګه ډلې په وړاندېکولو سره يې ويلي دي چې دا به د 'امريکا په متحدولو او رغولو' کې مرسته وکړي او امريکا به د دې جوګه کړي چې د پرشاتګ پرځای د نړۍ مشري وکړي.

په سېشنبه جو بايډن چې په څنګ کې يې مرستياله ولسمشره کاملا هيرېس هم ولاړه وه، ولس ته يې د وينا پر مهال د مهمو څوکيو لکه د ملي امنيت او بهرنيو چارو پاليسۍ لپاره يې د غوره کړل شوو کسانو نومونه د خپل هغه ليد په رڼا کې په ډاګه کړل، چې هدف يې د امريکا د نړيوال مشرتابه رول پرځای کول دي.

جو بايډن ويلي دي چې امريکا نړيوال سټېج ته بيا ستانه شوې او دا د تلونکي امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه تګلارې سره جلا دريځ دی چې وايي 'لومړی امريکا' .

بايډن وويل چې اداره يې 'له مخالفينو سره د مقابلې لپاره چمتو ده، البته متحدان به يوازې نه پرېږدي.'

منتخب ولسمشر وويل چې د بهرنيو چارو وزير د څوکۍ لپاره نومول شوی د هغه اوږ دمهاله سلاکار او تجربه کار ډپلومات انټوني بلېنکن به 'د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مورال او باور بيا بحال کړي'. وروسته بلېنکن په خپلو خبرو کې د نړيوالې همکارۍ تعقيبولو هوډ څرګند کړ او وې ويل چې 'موږ بايد يو بل ته د درناوي او اعتماد په درلودلو سره مخې ته ولاړ شو' بايډن په کیوبا کې زیږېدلی وکيل الېیاندرو مايورکس د کورني امنیت وزارت د مشرۍ لپاره نومولی دی.

دا وزارت چې د هېواد د کډوالۍ سره د تړلو زياتره پاليسيو زمه واري پر غاړه لري، ړومبی وار به وي چې يو لاتينی به يې مشري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ انتظاميې د نومبر پر ۲۳ مه نېټه تر ټاکنو نېږدې درې اوونۍ وروسته د منتخب ولسمشر جو بايډن ډلې ته د واک انتقالولو د بهير پیلولو منظوري ورکړې ده.

ټرمپ انتخاباتي نتيجې منلې نه دي البته ويلي دي چې د فيدارلي ادارې له خوا د واک انتقالولو د پروسې پيلولو له پرېکړي سره رضا دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG