د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ، بایډن ته د واک سپارلو منظوري ورکړه


دا ګام له هغه وروسته واخيستل شو چې د واک په انتقال د ځنډولو پر سر ډموکراټو او د ريپبلکن ګوند ځينو مهمو مشرانو پر ولسمشر ټرمپ فشار راووست.
دا ګام له هغه وروسته واخيستل شو چې د واک په انتقال د ځنډولو پر سر ډموکراټو او د ريپبلکن ګوند ځينو مهمو مشرانو پر ولسمشر ټرمپ فشار راووست.

د ولسمشر ټرمپ انتظاميې د نومبر پر ۲۳ مه نېټه تر ټاکنو نېږدې درې اوونۍ وروسته د منتخب ولسمشر جو بايډن ډلې ته د واک انتقالولو د بهير پیلولو منظوري ورکړې ده.

ټرمپ انتخاباتي نتيجې منلې نه دي البته ويلي دي چې د فيدارلي ادارې له خوا د واک انتقالولو د پروسې پيلولو له پرېکړي سره رضا دی.

تر دې وړاندې جنرل سروس اېجنسۍ چې ډېر شهرت نه لري مشرې ايملي مورفې جو بايډن ته په رسمي خط کې وليکل چې د جنورۍ ۲۰مې تر مراسمو له مخه هغه ته د واک انتقال په رسمي توګه پېلېدای شي.

ټرمپ پر ټويټر پاڼه وليکل چې د خپل هېواد غوره ملي ګټو ته په پام سره سپارښتنه کوي چې ايملي او د هغې ډلې دې د ابتدايي تشريفاتو په برخه کې هغه څه وکړي چې ورته اړتيا ليدل کېږي او په وينا يې ده خپلې ډلې ته هم ويلي چې هم دغسې وکړي.

د جي سي اې د دې اقدام معنی دا ده چې د بايډن ډله بلاخره کولای شي چې د واک بې له څه خنډه د انتقالولو په لړ کې له چارواکو سره تماسونه ونیسی او د انتقالی مرحلی د پیل لپاره د امریکا د مالیه ورکونکو پیسو ته لاس رسی ولری.

دا بایډن او مرستيالې ولسمشرې کاملا هيرس ته هم اجازه ورکوي چې د ملي امنيت په اړه هم هغه معلومات ترلاسه کړي چې ولسمشر ټرمپ هره ورځ ترلاسه کوي.

دا ګام له هغه وروسته واخيستل شو چې د واک په انتقال د ځنډولو پر سر ډموکراټو او د ريپبلکن ګوند ځينو مهمو مشرانو پر ولسمشر ټرمپ فشار راووست.

د بايډن ډلې په ځنډ سره د پیسو د ورکړې هرکلی وکړه او دا يې بې له خنډه او په پرامنه توګه د واک انتقالو لپاره مهم وګڼلی.

بايډن په يوه بيان کې ویلي چې د جي اېس اې انتظاميې منتخب ولسمشر جو بايډن او مرستيالې ولسمشره کاملا هیرس په ظاهره د انتخاباتو د ګټونکي په توګه ارزولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG