د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د لږکيانو مذهبي ازادي


شنونکي وايي په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو سرغړونې روانې دي
شنونکي وايي په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو سرغړونې روانې دي

راولپېنډۍ - د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې په هېواد کې ټول لږکي "پوره مذهبي ازادي" او د ښه ژوند مواقع لري.

دا خبره د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې په هند کې د مذهبي تاوتریخوالي وروستیو پېښو ته په اشاره وکړه:

"له یوې خوا زموږ په ګاونډي هېواد [هند کې] مسلمانان او نور لږکي د خپلې بقا مبارزه کوي، خو دلته په پاکستان کې اقلیتونه له بشپړې مذهبي ازادۍ برخمن دي او د پرمختیا موقعې لري. دا خبره په وروستیو کې د ملګرو ملتونو عمومي مشر د کرتارپور په سفر کې ومنله. موږ د پاکستان لپاره د لږکیو د قربانیو درناوی کوو او ستایو یې."

د وزیراعظم نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت په ۲۰۱۹ز کې د شهریت په قانون کې بدلونونه وکړل چې ورسره سم، نوی دلی په پاکستان، بنګلادېش او نورو مسلمان اکثریتي ګاونډیو هېوادونو کې د ځورونو ښکار لږکیو ته پناه او تابعیت ورکولای شي.

په هند کې له میاشتو راهیسې د قانون ضد احتجاجونه روان دي او ناقدان یې ځکه توپیري بولي چې پکې هغو مسلمانانو ته د پناه ورکولو ذکر نشته چې په ګاونډیو هېوادونو کې د ځورونو له وجې کډوال شوي وي.

په پنجاب کې د بېلا بېلو مذهبونو د همغږګۍ په بورډ کې د ټولو دینونو عالمان شامل دي خو احمدیان پکې نشته. تاسې ګورئ چې اوس هم په زور د هندوانو مسلمانولو عمل روان دی. په پاکستان کې د اقلیتونو ابادي کمېږي.
وقاص ګورایا

د فبرورۍ تر ۲۷مې په نوي دلي کې د احتجاجي ناستې پر مهال د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او حکومت د پېښو مخنیوي لپاره اقدامات کړي.

د پوځ ویاند جنرال افتخار په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د ژوند مثبت انځور وړاندې کوي خو د مذهبي ازادیو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸ز کلنی رپورټ وايي، په هغه هېواد کې احمدیان، اهل تشیع، هزاره ګان، عیسویان او نور لږکي له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي، په ټولنه کې له اقلیتونو سره توپیر پالل کېږي او پر وړاندې یې نه زغم زیات دی.

د همدې له کبله د امریکا حکومت پاکستان د مذهبي ازادیو له پلوه د "ځانګړې اندېښنې وړ" هېوادونو په لېسټ کې اچولی.

په هالینډ کې فعال او شنونکی وقاص ګورایا وايي، په پاکستان کې په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې له احمدیو واخله تر هندوانو پورې او د نورو لږکیو د حقونو سرغړونې شوې دي:

"یوه مهمه خبره، په پنجاب کې د بېلا بېلو مذهبونو د همغږګۍ په بورډ کې د ټولو دینونو عالمان شامل دي خو احمدیان پکې نشته. په وروستیو کې په زور د هندوانو د ودونو مخنیوي قانون منظور شوی خو تاسې ګورئ چې اوس هم په زور د هندوانو مسلمانولو عمل روان دی. په پاکستان کې د اقلیتونو ابادي کمېږي. همداراز، هغه اقلیتونه چې مختلف او مخالف فکر لري، ورسره څه روان دي، لکه [د مذهب سپکاوي په تور سزا شوی] جنېد حفیظ په زندان کې دی، نور کسان په جېلونو کې دي. همداراز، سیکان وګورئ، ګوردوارې یې قبضه کېږي او نور زیاتي هم ورسره شوي."

په پاکستان کې وفاقي او صوبايي حکومتونو په تېره یوه لسیزه کې د لږکیو د ساتنې یو شمېر قوانین منظور کړي او یا یې پکې بدلونونه کړي دي.

همداراز، د سیند حکومت په زور د هندوانو د مذهب بدلولو ضد هم اقدامات کړي.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت وايي، د هېواد د اقلیتونو ساتنې ته ژمن دی او د هېواد ایین هم بې له مذهبي توپیره د ټولو وګړو د اساسي، بشري او نورو حقونو د خوندیتوب ضمانت ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG