د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خیبرپښتونخوا کې دې د تیزاب پاشلو مخنیوي لپاره  قانوني مسوده ژر تر ژره منظوره شي"


له تیزابو اغیزمنه کسانو د درملنې لپاره د ادارې ایسډ سروایور فاونډیشن پاکستان مشرې ویلري خان مشال راډيو ته وويل چې بايد دا قانوني مسوده ژر تر ژره منظور کړل شي.
له تیزابو اغیزمنه کسانو د درملنې لپاره د ادارې ایسډ سروایور فاونډیشن پاکستان مشرې ویلري خان مشال راډيو ته وويل چې بايد دا قانوني مسوده ژر تر ژره منظور کړل شي.

په خیبرپښتونخوا کې د بشري حقونو مبارزان او ځینې سیاستوالان وايي، حکومت دې د تیزاب پاشلو پېښو مخنیوي لپاره وړاندې شوې قانوني مسوده ژر تر ژره منظوره کړي.

په صوبايي اسمبلي کې د پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د تيزاب شیندلو د پيښو مخنیوي لپاره یې د - ایسډ اینډ برن کرایم ایکټ ۲۰۲۰ - په نامه یو مسوده وړاندې کړې ده.

د دې په وینا، په دې مسوده کې مجرم ته د اوو کالو د قید سزا ورکولو، جرمانې، د حکومت لخوا د متاثره تن درملنې لپاره د مالي مرستو او د دې کار لپاره د صوبايي کمیشن غوښتنه شوې ده.

له تیزابو اغیزمنه کسانو د درملنې لپاره د ادارې ایسډ سروایور فاونډیشن پاکستان مشرې ویلري خان مشال راډيو ته وويل چې بايد دا قانوني مسوده ژر تر ژره منظور کړل شي.

د ښځو د حقونو لپاره د کارکونکې ادارې عورت فاونډیشن یو غړی عاصم ملک وايي چې په هېواد کې قوانین موجود دي خو په سمه توګه عملي کولو ته اړتیا ده.

ایسډ سروایور فاونډیشن پاکستان په یو راپور کې ویلي چې په ملک کې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کې د تیزاب شیندلو ۷۱ پېښې ثبت شوې وې خو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کالونو کې بیا دا ډول ۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG