د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر ولسي وګړو دې د بهرینو ځواکونو لخوا د بشري حقونو سرغړونې وڅېړل شي"


په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. (انځور له ارشیفه)
په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. (انځور له ارشیفه)

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، ټول هغه هېوادونه چې د پوځیانو په اړه یې له نړیوالو بشردوستانه حقونو د سرغړونې تورونه موجود دي، خپلواکې څېړنې دې وکړي.

د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر د نومبر پر ۲۰مه په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، امریکا او انګلستان هم په دغو هېوادونو کې شامل دي.

یادو دواړو هیوادونو تر اوسه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلی.

شهرزاد اکبر دا غوښتنه په هغه ویډیويي پیغام کې کړې چې پکې د اسټرالیا د حکومت د ټکان ورکوونکي راپور په تړاو غږېدلې.

اسټرالیا د نومبر پر ۱۹مه په افغانستان کې د خپلو ځینو ځانګړو ځواکونو له خوا د بشري حقونو د سرغړونې په اړه یو ټکان ورکونکی راپور خپور کړ چې یوه لویه برخه یې د ۳۹ بې ګناه افغان ملکيانو وژنه ده.

دا په داسې حال کې ده د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګوس کېمپبل ویلي چې دا له شرمه ډک معلومات په هغه پلټنیز راپور کې راڅرګند شوي چې د نومبر پر ۱۹مه خپور شو.

نوموړي زیاته کړه چې دا پوځي روزنې او مسلکي قدرونو نه یوه جدي سرغړونه ده.

نوموړي د راپور موندنې منلي دي زیاته کړې یې ده چې د اسټرالیا ځواکونو له خوا یې په دغه اړه بخښنه غوښتې ده.

په پلټنو کې د ۲۰۰۵ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې په افغانستان کې له بندیانو سره د غیرانساني سلوک تورونه رامنځ ته شوي دي.

دا پلټنې یو استرالیايي قاضي پال بریریټن کړي دي او په دغه اړه یې له ۴۰۰ ډېرو شاهدانو بیانونه ثبت کړي او د زرګونو مخونو اسنادو ته یې کتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG