د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ بندیان وژلي"


په افغانستان کې د استرالیا ځانګړي ځواکونه(انځور له ارشیفه)
په افغانستان کې د استرالیا ځانګړي ځواکونه(انځور له ارشیفه)

د څلورو کالونو د پلټنو وروسته دا ځورونکي تورونه رامنځ ته شوي چې د استرالیا ځواکونو په افغانستان کې د خپل قیام پر مهال ۳۹ بندیان وژلي دي.

د استرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګوس کیمپبل ویلي چې دا له شرمه ډک مالومات په هغه پلټنیز راپور کې راڅرګند شوي چې د نومبر پر ۱۹مه خپور شو.

نوموړي زیاته کړه چې دا پوځي روزنې او پیشه وارانه قدرونو نه یوه جدي سرغړونه ده.

نوموړي د راپور موندنې منلي دي زیاته کړې یې ده چې د اسټرالیا ځواکونو له خوا یې په دغه اړه بخښنه غوښتې ده.

په پلټنو کې د ۲۰۰۵ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې په افغانستان کې له بندیانو سره د غیرانساني سلوک تورونه رامنځ ته شوي دي.

دا پلټنې یو استرالیايي قاضي پال بریریټن کړي دي او په دغه اړه یې له ۴۰۰ ډېرو ګواهانو بیانونه ثبت کړي او د زرګونو مخونو اسنادو ته یې کتنه کړې ده.

په راپور کې سپارښتنه شوې چې باید پولیس په دغه اړه د ۱۹ پوځیانو د قتل په ګډون د نورو ممکنه جرمونو په اړه پلټنې وکړي.

د راپور خپریدو وړاندې د اسټرالیا وزیراعظم سکاټ موریسن له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې کړی وې او د خپلو ځواکونو په بده رویه یې خپګان څرګند کړی وو.

استرالیا په ۲۰۰۲ز کال کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ خپل ځواکونه ګمارلي وو او دا وخت په نوموړي هیواد کې خواوشا ۱۵۵۰استرالیايي ځواکونه موجود دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG