د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د اسراييلو تر واک لاندې غربي پټۍ او ګولان لوړو ته تللی چې د يوه امريکايي لوړپوړي چارواکي دغه سيمې ته لومړی سفر دی.
پامپيو تېر کال اعلان کړی وو چې واشنګټن د اسراييلي مېشت ځايونو ته په دې نظر نه ګوري چې پر دغو سيمو يې قبضه کړې ده.
اسراييلو په ۱۹۶۷ز کال کې د منځني ختېځ جنګ پرمهال دا سيمې قبضه کړې وي.
ولسمشر ټرمپ هم بيت المقدس د اسراييل پلازمينې په توګه او پر ګولان لوړو يې د اسراييل خودمختاري منلې وه.
اسراييلو په ۱۹۸۱ز کال کې ګولان لوړې شاملي کړې وې چې يو څو هېوادونو يې حېثيت منلی دی.
پامپيو د نومبر پر ۱۹مه په غربي پټۍ کې ساګوټ سيمي ته ورغلی چې وروسته بيا ګولان لوړې ته يې سفر وکړ.