د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عرب امارات پاکستانيو وګړو ته سېلانۍ ویزې ورکول درولي


د دوبۍ د برج الخلیفه ودانۍ عکس
د دوبۍ د برج الخلیفه ودانۍ عکس

متحده عرب امارات د پاکستان په ګډون د ۱۱ نورو ملکونو وګړو ته د سېلګرۍ مقصد لپاره ويزې ورکول تر ناڅرګندې مودې ځنډولي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفیظ چودري د نومبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې په يو بيان کې د دې خبر تصدیق کولو سره ويلي چې متحده عرب اماراتو پاکستانيو وګړيو ته د ويزو ورکولو پروسه په عارضي توګه درولې ده.

د نوموړي په خبره داسې باور کېږي چې د اماراتو انتظامیې دا فیصله ښايي د کورونا وایرس د دويمې څپې د مخنيوي په خاطر شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې د دې فيصلې اغیز به د وړاندې نه په جاري کړل شویو ويزو نه وي.

تر دې مخکې په پاکستان کې د کورونا وایرس کيسونو کې تر زياتوالي وروسته متحده عرب اماراتو د هوايي شرکت ايمريټس ايیرلاين پروازونه هم په عارضي توګه ځنډولي ول چې د روان کال په جولای مياشت کې بيا بحال کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG