د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې پارلېمان اذربایجان ته د څارونکو ځواکونو د استولو پرېکړه منظوره کړه


د ترکیې پارلېمان
د ترکیې پارلېمان

د ترکیې پارلېمان د اذربایجان او ارمینیا ترمینځ د سولې د لوظنامې د څار لپاره د ځواکونو لېږلو منظوري ورکړې ده.

پارلېمان نومبر پر ۱۷ مه دا قرارداد د ټولو ګوندونو په مرسته وروسته له هغې منظور کړ، چې ولسمشر رجب طیب اردغان سیمې ته د ځواکونو استولو خواست وکړ.

ترکیې د بیلې شوې نګورنو قره باغ سیمې په سر له ارمینیا سره په جګړه کې د اذربایجان مرسته کړې ده او تیره اونۍ یې په اذربایجان کې د څار د یو شریک مرکز پرانستلو په اړه له روسیې سره یو یاداشت لاس لیک کړی دی.

د ترکیې سرکاري خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې دا قرارداد د څار په مرکز کې د روسیې او ترکیې دواړو د موجودګۍ په اړه د اذربایجان د خواست ښکارندویه دی.

د ارمینیا او اذربایجان تر مینځ د سولې لوظنامه د روسیې په مینځګړیتوب د نومبر پر ۱۰ مه وروسته له هغې لاس لیک شوه چې د اذربایجان ځواکونو د جنګ په میدان کې مهمې ګټې وکړې او د ارمینیايي بیلتون خوښو نه یې دری لسیزې وړاندی بایللې ځینې سیمې بیا ترلاسه کړې.

بلخوا روسي چارواکیو ویلي چې د انقرې هلې ځلې به د اذربایجان په خاوره د څار تر مرکزه محدود وي او د ترکیې سوله ساتي ځواکونه به نګورونو قره باغ سیمې ته نه داخلېږي.

تاريخي شاليد

اذربايجان او ارمينيا دواړه د شوروي اتحاد برخه پاتې شوي او په ۱۹۹۱ز کال کې د دې اتحاد له ړنګېدو سره سم دواړو هېوادونو خپلواکي اعلان کړه.

د پخواني شوروي اتحاد د دې دوو غړو هېوادونو تر منځ د نګورونو قره باغ پر سر د ۱۹۸۸ز او ۱۹۹۴ز کلونو تر منځ هم شپږ ځلې جګړه وشوه چې په نتيجه کې يې تر ۳۰ زره زيات کسان ووژل شول او شاوخوا يو مليون کسان بېکوره شول چې زياتره يې اذريان ول.

دا سیمه په دودیز ډول د ارمني عيسويانو او اذري يا ترک مسلمانانو استوګنځی و خو د دې کسانو له بېکوره کېدو وروسته په نګورنو قره باغ کې اکثريت نفوس د ارمنيانو پاتې شو.

په ۱۹۹۴ز کال کې که څه هم د روس په منځګړتوب د نګورنو قره باغ پر سر د اذربايجان او ارمينيا تر منځ اوربند وشو خو دواړه هېوادونه د شخړې د مستقل هواري لپاره کوم جوړ جاړي ته نه سره ورسېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG