د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په تړون تحريک لبیک پاکستان پیاوړی کول غواړي: کارپوهان


د تحریک لبیک پاکستان مظاهره (انځور له ارشیفه)

مذهبي ډلې تحريک لبیک پاکستان له حکومت سره تر تړون وروسته په راولپنډۍ کې د نومبر له ۱۵مې روانه احتجاجي ناسته ختمه کړې ده.

د پاکستان کورونيو چارو وزير سيد اعجاز شاه په مشرۍ حکومتي ډلې د تحريک لېبک څلور وارې شرطونه په ليکلې بڼه منلي دي.

تحريک لبیک د نومبر پر ۱۵مه نېټه د فرانس په يوه مجله کې د پېغمبر اسلام د خاکو خپرېدو پرضد احتجاج پېل کړی وو او له حکومته يې له فرانس سره د سفارتي تعلقاتو ختمولو، د دې هېواد سفير له پاکستانه د اېستلو او د فرانس مصنوعاتو د باييکاټ غوښتنه کړې وه.

دا احتجاج وروسته د پوليسو او مظاهرچيانو ترمنځ هغه وخت په نښته بدل شو چې کله هغوي د اسلام اباد ريډ زون چې پکې د بهرنيو هېوادونو سفاتونه دي د ننوتو هڅه کوله. په نښته کې د څلورو پوليسو په ګډون نهه کسان ټپيان شوي ول.

وروسته حکومت ځينې کسان ونيول او ورسره يې د اسلام اباد او پنډۍ ځينې لارې او موبايل سروس يې وتړل. خو د نومبر پر ۱۶مه ماخستن د حکومت او د مذهبي ډلې ترمنځ تړون وشو چې پکې حکومت د تحريک لبيک ټولې غوښتنې ومنلې.

د سرکار او تحریک لبیک پاکستان کړی تړون
د سرکار او تحریک لبیک پاکستان کړی تړون

تړون له رسنيو سره شريک شوی او مشال راډیو ته هم ترلاسه شوی. په دې تړون کې د حکومت له خوا د کورونيو چارو وزير سيد اعجاز شاه، د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري او د اسلام اباد کمشنر عامر احمد او د تحريک لبېک له لورې ډاکټر محمد شفيق اميني، سيد عنايت الحق شاه او علامه غلام عباس فيضي لاسليکونه کړي دي.

څلور واړه شرطونه

په تړن کې ويل شوي چې حکومت به په دوو يا درې مياشتو کې په پارلېمان کې تر فيصلې وروسته د فرانس سفير له پاکستان باسي، پاکستان به په فرانس کې خپل سفير نه لګوي، په سرکاري کچه به د فرانس د مصنوعاتو باييکاټ کېږي او د تحريک لبيک نيول شوي غړي به خوشي کوي او وروسته به د مارچ په اړه مقدمه نه درجوي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې تحريک لبېک پاکستان د توهين رسالت په حواله مظاهره کوي. تر دې وړاندې دې ډلې د ۲۰۱۷م کال د نومبر په مياشت کې د نوازشريف په واکمنۍ کې د سوګند پرته کولو په قانون کې د بدلون پر ضد په فيض اباد کې درنا ورکړې وه.

دوی د هغه وخت د قانون وزير زاهد حامد د استعفی غوښتنه کوله. وروسته له حکومت سره تر تړون وروسته زاهد حامد له خپلې چوکۍ ګوښه شو.

له مذهبي ډلو سره پر دغسې تړونونو تل ځينې کارپوهانو نيوکې کړې او دا يې په هېواد کې د دغو ډلو د اثر او نفوذ د لا زياتېدو يو لامل ګڼلی دی.

په اسلام اباد کې د څېړنيزې ادارې انسټيټيوټ فار پیس سټډيز مشر عامر رانا د نومبر پر ۱۷مه نېټه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وويل چې کله هم مذهبي ډلې لارو کوڅو ته راوزي نو دوی د خلکو جذبات راپاروي چې په نتيجه کې يې نوي خلک له ځان سره ملګري کوي.

نوموړی زياتوي چې حکومت تل د مذهبي ډلو د خوشالولو کوشش کړی چې ورسره دا ډلې نورې هم پیاوړې شي.

عامر رانا ته نه ښکاري چې د حکومت او تحريک لبيک پر تازه تړون به عمل وشي. دا د ده په فکر د لنډ وخت لپاره دی چې هدف يې د خلکو غوسه سړول او هغوي بیرته کورونو ته لېږل دي.

د نوموړي په خبره، تر دې وړاندې هم په شوو تړونونو عمل نه دی شوی او نه هم احتجاج کوونکيو ډلو وروسته پر شرطونو د عمل غم خوړلی بلکې دوی د تړون له لارې ځان ته يوازې د اوړو پوزه ږدي البته دا ګټه پکې ويني چې له دې سره دوی رياست او خلکو ته طاقت ورښکاروي چې ورسره به يې سياسي ساحه نوره هم پراخه شي.

په لندن کې مېشته د پاکستان د دفاعي او مذهبي ډلو د چارو پوه ډاکټر عايشه صديقه هم ورته نظر لري.

نوموړې د نومبر پر ۱۷مه نېټه مشال راډيو ته وویل، که تحريک لبيک يا تردې وړاندې جماعت اسلامي وه، د دوی په انتخاباتو کې د ووټ اخيستو کچې ته بايد ونه کتل شي البته دا پکار ده وکتل شي چې په دغسې تحريکونو چلولو سره دوه پر ټولنه او رياست خپل اثر ونفوذ او خپلې جرړې څومره زياتوي.؟

د پاکستان حکومتونو هرځل د دغسې تړونونو دفاع کړې او ويلي چې له دې سره دوی په هېواد کې د تاوتريخوالې مخه نيولې ده.

XS
SM
MD
LG