د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاوتریخوالي کوونکو خلاف پلټنې روانې دي: شهریار اپریدی


د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته په پاکستان کې مظاهرې پیل شوې

پراګ - د پاکستان کورنيو چارو وزير مملکت شهريار اپريدي وايي چې حکومت يې د ولس خلاف د طاقت استعمالولو سوچ هم نه شي کولای.

نوموړي د نومبر پر اتمه، د سېنېټ غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې په وروستيو کې يې هغه يو شمېر کسان نيولي چې د تحريک لبيک په مشرۍ په احتجاج کې يې د قانون خلاف ورزي کړې.

نوموړي وايي، د انټرنېټي جرمونو مخنیوي او د پاکستان مخابراتو له ادارو یې ټولې ويډيو ګانې او د شناختي کارډونو جوړولو له ادارې (نادرا) څخه یې ټوله ډېټا يا مالومات راخیستي او د دې پر بنياد ګرفتارۍ روانې دي.

موږ به هغه څوک نه معافوو چې قانون یې په لاسونو کې اخيستی وي.
شهریار اپریدی

د پاکستان کورنيو چارو ریاستي وزیر وویل، د تحريک لبيک په مشرۍ احتجاج کې د ځېنو سياسي ګوندونو پلويانو د خلکو جايدادونو ته اور اچولی او اړی ګړی يې کړی دی.

د اپریدي په خبره، تحريک لبيک وايي چې سختدریځي او تاتریخوالي کوونکي ورپورې اړه نه لري.

دی زیاتوي چې د تحريک لبيک له مشر خادم حسېن رضوي سره يې هم مذاکرات شوي او په دې لړ کې به له وزير اعظم عمران خان سره مالومات شريک کړي.

بلخوا د نومبر پر اتمه، د سیند په خیرپور کې له خبريالانو سره په خبرو کې د پيپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري تور پورې کړ چې تحريک لبيک او حکومت جوړ جاړی کړی:

"مولوی صاحبانو چې کومه ژبه استعمال کړه، پر فيسبوک او انټرنېټ يې ویډيوګانې هم شته، حکومت ورسره جوړ جاړی وکړ، خو غريبان ګرفتاروي."

د مذهب د سپکاوي په تور تر اته کاله بند تېرولو وروسته، سپريم کورټ اسيه بي بي د اکتوبر پر ۳۱مه بېګناه وګرځوله او د خوشې کولو حکم يې ورکړ.

د عدالت د فيصلې پر ضد په پاکستان کې تحريک لبيک او نورو مذهبي ګوندونو له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې اسيه بي بي دې په دار وځړول شي.

د تحريک لبيک او حکومت ترمنځ تر هوکړې وروسته، مظاهرې پای ته ورسېدې.

په موافقه کې حکومت د مذهبي ډلې دا شرطونه منلي ول چې د اسيه بي بي نوم به تر قانوني کارروايۍ وروسته د هغو کسانو په لېسټ کې اچوي چې له هېواده په بهر تګ يې بنديز دی. او بله دا چې د هغې په اړه فيصلې ته د بيا کتنې په عدالتي چارو کې به مداخله نه کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG