په کابل کې د پاکستان سفارت د نومبر پر ۱۶ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داود له خپل یوه پلاوي سره کابل ته په درې ورځني سفر ورغلی دی.
د دغه پاکستاني پلاوي د ورتګ په اړه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد مشال راډیو ته وویل چې عبدالرزاق داود کابل ته د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي کمېشن د جوړولو لپاره راغلی دی.
نوموړی وایي، دغه پلاوی د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت په رسمي بلنه راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د نومبر پر۱۹مه به د پاکستان وزیراع عمران خان د یوې ورځې په رسمي سفر کابل ته ځي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو باندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وغږیږي.
دا خبره د پاکستان د حکومت باوري سرچینو د نومبر پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال ته کړې ده.
د پاکستان یو شمېر رسنیو هم د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
دا به لومړی وار وي چې وزیراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته عمران خان افغانستان ته سفر وکړي.