د لاسرسي ځای

تازه خبر

وروستي پاکستاني سیاسي حالات: پي ډي اېم پر اتم نومبر غونډه رابللې


کوټه د پي ډي اېم جلسه: ۲۰۲۰، ۲۵ اکتوبر
کوټه د پي ډي اېم جلسه: ۲۰۲۰، ۲۵ اکتوبر

په ګوجرانواله ، کراچۍ او کوټه کې د پاکستان ډموکراټیک موومنټ له جلسو پس د رامنځته شویو سیاسي حالاتو د جاج اخیستلو لپاره د اپوزېشن مشر مولانا مولانا فصل الرحمان د نومبر پر اتمه نېټه په اسلام آباد کې د پي ډي اېم غونډه رابللي ده.

په تحریک کې شامل د عوامي نېشنل پارټۍ مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي وايي، د پي ډي اېم له لویو غونډو وروستو د حکومت لخوا پر اپوزېشن د غدارۍ تورونو لګولو او د پي ډي اېم تر راتلونکو جلسو وړاندې هغوی ته د ممکنه امنیتي خطرونو په اړه دا غونډه رابلل شوې ده.

د نومبر پر درېمه له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې دا یو سیاسي جنګ دی خو حکومت هڅه کوي چې ادارې او حزب اختلاف خپلو کې سره وجنګوي، حکومت پخپله د ادارو لانجمنولو هڅه کوي.

حیدر خان هوتي وايي، کله چې دپاکستان ډموکراټیک مومنټ په کوټه کې جلسه وه نو تر هغې وړاندي یې خبردارې ورکړو چې په کوټه او پېښور کې د وسلوالو بریدونو خطر دی، بیا په کوټه کې هم چاودنه وشوه او پېښور کې هم په یوه مدرسه برید وشو، بیا د داخله چارو وزیر په عوامي نیشنل ګوند د پخوانیو بریدونو حواله ورکړه.

دی زیاتوي چې د حکومت رویه ډېره نامناسبه ده، نو د اتم نومبر په غونډه کې به د پي ډي اېم مشران پر دې ټول صورتحال خبرې اترې کوي.

د پي ډی اېم ځینو مشرانو مشال رېډیو ته ویلي دي چې د دغې غونډې کوربتوب به پاکستان مسلم لیګ ن کوي او غوندې ته به دمسلم لیګ ن رهبر نواز شریف او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د ویډیو لنک له لارې پر وروستيو حالاتو غږېږي.

په پاکستان ډموکراټیک موومنټ کې شامل یولس ګوندونه له وزیر اعظم عمران خانه د استعفا او په هېواد کې له نوې سره د انتخاباتو غوښتنه کوي خو وفاقي وزیران او وزیر اعظم عمران د اپوزیشن ګوندونو په تحریک نیوکې کوي چې دوی د ادارو پرضد او د هېواد د دښمنانو په ایجنډه روان دي.

پي ډي اېم بیا پر حکومت نیوکې کوي چې د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه په کوټه کې یې د دوی تر جلسې وړاندې د تره ګرۍ ضد قومي ادارې نیکټا په کوټه او پېښور کې د وسلوالو بریدونو خبرداری ورکړی وو او له خبرداري پس په کوټه کې د جلسې په ورځ بمي چاودنه وشوه او بیا وروسته په پېښور کې په یوه دیني مدرسه کې هم چاودنه شوې وه او له هغه وروسته د داخله چارو وفاقي وزیرریټایرډ بریګېډییېر اعجاز شاه په یوه ورستي بیان کې د موجوده سیاسي صورتحال په تناظر کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د عوامي نېشنل ګوند په مشرانو د پخوانیو بریدونو په حواله مخالف سیاسي ګوندونو ته یو ډول خبرداری او دړکه هم کړی ده. خو د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني لخوا د نومبر پر دوهمه نېټه په خپور شوي یوه بیان کې ویلي دي چې په رسنیو کې د تېرو دریو ورځو نه د یو وفاقي وزیر په یو بیان د روان بحث تردید کوي چې ګواکې د پوځ د مخالفت د مخي نیولو لپاره به تحریک طالبان پاکستان وکارول شي. په دغه بیان کې ویل شوي دي چې دوي هغه خلک په نښه کوي کوم چې د هغوی پرضد په عملیاتو کې له پوځ سره ولاړ دي او دا خبره سمه نه ده چې ګنې د سیاسي اختلاف یا د هېواد د سیاسي صورتحال په تناظر کې به طالبان څوک ووژني.

په ګوجرانواله، کراچۍ او کوټه کې له جلسو وروستو پاکستان ډموکراټیک مومنټ په پېښور کې د نومبر پر ۲۲مه، په ملتان کې د نومبر پر دېرشمه او په لاهور کې د دسمبر پر ۱۳مه جلسې اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG