د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ازبکستان د "ترهګر" تحریک مشر عزیز یولداش یې وژلی دی.
دغه وزارت د نومبر پر ۱۲مه په بیان کې ویلي، یولداش د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نه دی یاد شوی خو پکې راغلي چې پر مهال یې د عزیز یولداش زوی ټپي شوی دی.
دفاع وزارت عزیز یولداش د ازبکستانيو وسله والو د پخواني مشر طاهر یولداش زوی یاد کړی دی.
یولداش او ورسره وسله والو یې په شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه فاریاب کې فعالیت درلود.