د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمنیا پلازمېنه کې زرګونه خلک د خپل وزیراعظم په استعفا پسې راوتلي


د ارمنیا په ززګونه وګړي د خپل وزیر اعظم استعفا غواړي. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر
د ارمنیا په ززګونه وګړي د خپل وزیر اعظم استعفا غواړي. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر

په ارمنیا کې په زرګونه خلکو د مظاهرو له لارې له وزیراعظم نېکول پاشینیانه استعفا غوښتې او وايي چې نوموړي ولې د جلاکړې سیمې ناګورنو قره باغ پر سر د سولې تړون وکړ.

په یاده سیمه د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ له شپږو اوونیو زیاتې جګړې د دواړو خواوو تر ۲،۰۰۰ زیات سرتېري او عام وګړي ووژل.

د دې جګړې د ختمولو لپاره د سولې دا موافقه د نومبر په ۱۰مه اعلان شوه چې د ارمنیا په پلازمېنه یرېوان کې یې پر ضد قهرېدلی غبرګون مخې ته راغی او خلک د مارشل لا (پوځي قانون) باوجود د ښار ازادۍ څلورلارې ته راووتل چې په خپلو نعرو کې یې پاشینیان "غدار" وباله.

د ارمنیا حکومت د نومبر پر ۱۱مه اپوزیشن ته خبرداری ورکړی وو چې د کودتا هڅه دې نه کوي.

د روسیې په منځګړتوب شوې دا موافقه د ارمنیا پلویو ځواکونو لپاره ستره ماتې ګڼل کېږي.

د ۱۹۹۴ز کال له جګړو راهیسې ناګورنو قره باغ سیمه د ارمني توکمه ځواکونو په کنټرول کې وه.

په دې موافقه کې اذربایجان ته د ناګورنو قره باغ ډېری سیمې ورکړل شوې او پکې د روسیې سوله ساتي سرتېري ځای پر ځای شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG