د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن دې د کودتا کوښښ نه کوي: د ارمنیا حکومت دړکه


په ناګورنو قره باغ کې د ارمنیا او اذربایجان د اوربند تړون پس د ارمنیا په پلازمېنه یرېوان کې د اپوزېشن مظاهره. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر
په ناګورنو قره باغ کې د ارمنیا او اذربایجان د اوربند تړون پس د ارمنیا په پلازمېنه یرېوان کې د اپوزېشن مظاهره. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر

د ارمنیا حکومت اپوزېشن ته خبردارې ورکړې چې د "کودتا" کوشش دې نه کوي.

حکومت دا خبرداری پر داسې مهال ورکړی چې اپوزیشن ګوندونو د نومبر پر ۱۱مه د هېواد په مرکز یرېوان کې د مظاهرو او له وزیراعظم نېکول پاشینیانه د استعفا غوښتو پلان جوړ کړی دی.

په هغه هېواد کې سیاسي اړی ګړی تر هغې وروسته زیات شو چې پاشینیان له اذربایجان سره د روسیې په منځګړتوب د اوربند یو تړون لاسلیک کړ.

د دغه معاهدې له مخه د اذربایجان او ارمینیا تر منځ د بېلې شوې سیمې ناګورنو قره باغ پر سر تر شپږو هفتو زیاتې مودې راهیسې روانه جګړه ودرېده.

د ارمنیا پولیسو د اپوزیشن د احتجاج وړاندې خبردار ورکړ چې په هیواد کې په جلسې جلسونو پابندي دوام لري.

د نومبر پر ۱۰مه تر اوربند پس په اذربایجان کې خوشالۍ وشوې خو بلخوا په غبرګون کې یې د ارمنیا په مرکز کې مظاهرې وشوې.

د ارمینیا مرستیال وزیراعظم تېګرین اوېنیان پر سرکاري ټېلېوېژن په وینا کې د موجوده حکومت د مستعفي کېدو خبره رد نه کړه خو د کودتا د کوشش خلاف یې خبرداری ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG