د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن ژمنه کړې چې "د کار کولو د حق ترلاسه کولو پر لوري روان" دی او په خبره يې چې په انتخاباتو کې د ده تر بريا وروسته "هېڅ شی" په امريکا کې "د واک د انتقال مخه نشي نيولی."
بايډن په ډېلاوېیر ایالت کې په خپل پلرني ټاټوبي وېلمېنګټن کې د خبرو پر مهال دې انديښنو ته ډېر ارزښت ورنکړ چې ګواکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خوا په انتخاباتو کې د ده د ګټې له نه تسليمولو سره کېدای شي ملي امنيت زيانمن شي.
ټرمپ د نومبر درېيمې په انتخاباتو کې د درغليو بې بنياده دعوې کړې دي.
د امريکا لوي څارنوال وېليیم بار او د رېپبلېکن ګوند اکثریت لرونکي سېنېټ مشر مېچ مېکانېل د پېنسلوېنيا په څېر په يوشمېر ايالتونو کې د ټرمپ له لوري د انتخاباتو د نتيجو چیلنجولو د ملاتړ کولو اشاره ورکړې.
بايډن وويل چې د واک انتقال بهیر په ښه ډول روان دی او پر دې سربېره چې ټرمپ د انتخاباتو نتيجو له منلو انکاري دی او ځینې رېپبلېکنان یې بريا نه مني خو د ده په خبره، دا به د دوی په پلان او په هغه څه چې دوی يې له دې وخته د جنورۍ تر ۲۰ مې پورې د کولو جوګه دي، ډېر اغېز ونکړي.
ټاکل شوې چې د امریکا له اساسي قانون سره سم، د ۲۰۲۱ز د جنورۍ پر ۲۰مه نوی ولسمشر د خپلې دندې لوړه وکړي او رسماً کار پیل کړي.
ټرمپ د نومبر پر ۱۰مه هم بې ثبوته دعوو ته دوام ورکړ او ویې ويل چې د ووټونو په شمېرلو کې پراخې سرغړونې شوي دي.
نوموړي پر ټوېټر وړاندوینه کړې چې کېدای شي چې بالاخره انتخابات وګتي.
په عين حال کې د امريکا د نېږدې ملګرو هېوادونو مشرانو د نومبر پر ۱۰مه جو بايډن ته ټېلېفونونه وکړل او ورسره یې د ګډ کار هوډ وښود.
د برتانیا وزیراعظم بورېس جانسن، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او د جرمني وزیراعظم انګېلا مېرکل په ټېلېفون بایډن ته مبارکي وویله.
روسیه، چین، میکسیکو او برازیل له هغو هېوادونو څخه دي چې لا یې هم نوموړي ته مبارکي نه ده ویلې.