د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ځواکونه ناګورنو قره باغ سیمې ته په لاره دي


د نګورنو قرباغ سیمه کې روسي سوله ساتي ځواکونه

د روسیې سوله ساتې ځواکونه ناګورنو قره باغ سیمې ته په لاره دي. دوی د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د روسیې په منځګړیتوب د شوې موافقې له مخې هلته ځای پرځای کېږي.

د دوشنبې په ورځ چې کله دا تړون لاسلیک شو، مظاهره چیانو په پلازمېنه ییروان کې مظاهرې پیل کړې او نن د سېشنبې دولتي ودانیو او پارلمان ته ورننوتل، وسایل یې تالان کړل، کړکۍ یې ماتې کړې او د اخ وډب پر مهال د پارلمان رئیس ارارت میرزویان ټپي شو چې اوس په روغتون کې دی.

حکومت دا پیښه په سختو ټکیو غندلې ده.

د ولسمشر ارمین سارکیسیان دفتر نن وویل چې سیاسي سلا مشورې به پیل کړي، څو ملي یووالی رامنځته شي.

ولسمشر په بیان کې ویلي دي چې ده د ناګورنو قره باغ د تړون په اړه له رسنیو اوریدلي دي چې جګړه به ورسره ختمېږي، خو له ده سره په دې برخه کې له بده مرغه سلامشوره نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG