د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عدالته بهر د ولسونو لانجې هواروو: ماموندو قامي جرګه


د پښتنو یوې جرګې برخوال
تصویر له ارشیفه
د پښتنو یوې جرګې برخوال تصویر له ارشیفه

د باجوړ پنځو قبیلو د خپلمنځیو لانجو هوارولو لپاره یوه قامي جرګه جوړه کړې چې له عدالتونو او تاڼو بهر د ولسونو ترمنځ پخلاینه او سوله راوړي.

د قامي جرګې مشرانو ویلي چې د دوی ولس هلته له ورغځېدلي پاکستان قانون سره نابلده دی او بل د خپلو وړو وړو لانجو په هوارولو یې ډېرې پیسې لګېږي نو د دې لپاره یې په غاښي سیمه کې د ماموندو پینځو قبیلو یوه جرګه وکړه چې هره قبیله لومړۍ خپلې لانجې په خپله هوارې کړي او که ونشو نو د پینځو قبیلو ګومارلې جرګګۍ به ورځي.

ماموند د باجوړ پر لوېدیزه پوله آباده سیمه ده چې د پولې پورې غاړه ترې د کونړ چېنار، مروره او نورې سیمې دي.

ډاکټر خلیل الرحمان چې د ماموندو قامي جرګې غړی دی، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان عدالتونو ته یې درناوی دی خو پر خپل ولس یې غږ دی که یو څوک عدالت ته ځي نو ښه ده او که یې په قامي کمېټۍ هوارول غواړي نو د دوی جرګه ورته هرکله چمتو ده.

د نوموړي په خبره که ولسونه خپلې لانجې له عدالته بهر هواروی نو دا یې قانوني او اییني حق دی. د ده په خبره د جرګو له لارې د لانجو په هوارولو ډېرې پیسې نه لګېږي او نه پرې دومره وخت لګېږي. بلکې د خپلو پښتني دودونو په رڼا کې یې په ښه توګه هواروي.

ډاکټر خلیل الرحمان وايي، ولسونه یې د جرګو مرکو ډېر تکړه او پوهه مشران او عالمان لري.

د ماموندو په دغه قامي جرګې کې د یاد قام د پینځو واړو قبیلو، سلیمان خېلږ، بادین خېلږ، خلوزيو، یوسف خېلو او عمر خېلو مشران ګډون لري. مشران یې وايي، دوی به له سیاسته پرته د خپلو ولسونو لانجې او کشالې په روغه جوړه اړوي. مشران دي. ماموند د باجوړ پر لوېدیزه پوله آباده سیمه ده چې د پولی پورې غاړه ترې د کونړ چېنار، مروره او نورې سیمې دي.

ملک یوسف خان وايي، د سیمې ولس یې دومره وس نه لري چې خپلې لانجې په عدالتونو کې وچلوي. د نوموړي په وینا هر سړی که د (لانجو، جنګ جګړو) د هوارولو لپاره په اخلاص سره کار وکړي نو د ولسونو ترمنځ شته جنجالونه ختمېدای شي او سرکار ته هم پکار ده چې د دوی قامي جرګو ته رسمي ارزښت ورکړي.


د خلوزو اوسېدونکي سلطان د قامي جرګې هرکلی کړی او زیاتوي چې دوی تل له خپلو مشرانو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او پښتنو خو خپل باچاهان په جرګو ټاکلي دي. د نوموړي په خبره د جرګو له لارې مړي بخښل کېږي او د دې قامي جرګې ټاکنه به د پښتنو خپل دودونه بیا راژوندي کړي.

د قامی اسمبلۍ غړي ګلداد خان وايي، د ماموندو جرګه له عدالته سره په ټکر کې نه جوړېږي بلکې جرګه او پښتانه له یو بل سره تړلي دي چې تر څو پښتانه ژوندي وي جرګه به یط ژوندۍ وي، موږ له عدالت سره سره جرګو ته هم په ښه (درنه) سترګه ګورو، ځکه چې دا زموږ کورنۍ وطني لار ده، چې هغه بغیر د وکیل او بغیر له پیسو ده، او هر چا ته پکې انصاف ملاوېږي، نو دغه د جرګی طاقت له موږ سره شته دی.

XS
SM
MD
LG