د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن وايي د امریکايي ولس د متحدولو هڅه کوي


جو بايډن د بريا وينا کوي. نومبر اوومه
جو بايډن د بريا وينا کوي. نومبر اوومه

د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکي جوزف ر. بایډن ویلي د هېواد د ولس یووالي هڅې کوي.

نوموړي د نومبر پر اوومه تر هغې وروسته د خپلې بریا وینا وکړه چې امریکايي رسنیو په پېنسلوېنیا ایالت کې د ده د بریا اټکل وکړ او ویې ویل چې دی به د امریکا ۴۶م ولسمشر وي.

د امریکا رسنۍ وايي، د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بایډن په ولسمشریزو انتخاباتو کې بری ترلاسه کړی دی او اوسنی ولسمشر او د رېپبلېکن ګوند نوماند یې شا ته پرېښی دی.

ټرمپ له ماتې منلو انکار کړی او وايي، انتخاباتي بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او دا نتیجې به په عدالت کې چیلېنجوي. د نوموړي د کیمپېن ډلې وار له مخه په ځینو مهمو ایالتونو کې د ووټونو شمېر پر سر په عدالت کې غوښتنلیکونه دایر کړي.

۷۷ کلن بایډن د نومبر پر اوومه د واشنګټن له وخت سره سم، د سهار پر ۱۱:۳۰ بجو ګټونکی اعلان شو.

په امريکا کې د نومبر پر درېيمه د ولسمشرۍ انتخابات وشول خو په ګڼو رياستونو کې رایې شمېرنې وخت واخیست چې له وجې يې څلور ورځې وروسته رسنیو ګټونکی کانديد اعلان کړ.

ډانلډ ټرمپ له ۱۹۹۲ز کال راهیسې لومړی امریکايي ولسمشر دی چې د دویمې ولسمشریزې دورې لپاره یې په انتخاباتو کې ماته وخوړه. تر دې مخکې ډېموکراټ بل کلېنټن جارج اېچ. ډبلیو. بوش ته ماته ورکړې وه.

بايډن چې د ډېلاوېیر رياست سېېڼټر هم پاتې شوی، په رېکارډ کچ ۷۴.۵ ميليونه رایې یې ترلاسه کړې دي.

د بایډن وینا

جو بايډن د نومبر پر اوومه په وېلمېنګټن ښار کې د خپلې بریا په وینا کې وویل، د هېواد د یووالي هڅې کوي.

نوموړي د رېپبلېکن ګوند سره نښان او د ډېموکراټانو شنې نښې ته په اشاره وویل:

"زه د ولسمشر په حيث ژمنه کوم چې د تقسيم پرځای به د [ولس د] متحدولو کوشش به کوم. دلته نه سره او نه هم شنه ایالتونه دي بلکې يوازې متحده امريکا ښکاري."

بایډن: د امریکا وګړي به سره یوموټی کړم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

بايډن په وينا کې دا هم وويل چې د کیمپېن په ختمېدو اوس هغه وخت راغلی چې خپل قهر او سخت بیانونه هېر کړي او د یوه ملت په توګه ورغونډ شي.

"زه يو اېتلاف جوړوم. دا به په تاريخ کې يو پراخ او متنوع اېتلاف وي. ډېموکراټان، رېپبلېکنان، خپلواک، پرمختګ غوښتونکي، منځلاري، محافظه کاران، زاړه، ځوانان، ښاریان، کلیوال، همجنسبازان، لاتیني توکمه، اسیایان ټول به پکې وي. زه ریښتیا وایم! په ځانګړې توګه هغه وخت چې په کیمپېن کې لږه نهیلي وه نو افریقايي توکمه ټولنه ودرېده. دوی زما ملاتړ کړی، زه به د دوی ملاتړ کوم."

د بایډن مرستیاله کاملا هیرېس ده.

هر کله چې ټول ایالتونه نتیجې تصدیق کړي او ټرمپ په قانوني مبارزه کې ناکام شي نو بایډن او هیرس به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دندو سوګند کوي.

بایډن د ۱۹۷۲ز کال د نومبر پر اوومه په سېنېټ کې خپله لومړۍ څوکۍ ګټلې وه او پر هم دې ورځ يې د ولسمشرۍ انتخابات هم وګټل.

جو بايډن په مهم پېنسلوېنیا ایالت کې ګټونکی اعلان شو چې ورسره د انتخاباتي کالج تر۲۷۰ زياتې رايې یې ترلاسه کړې.

په امریکا کې د ولسمشر د ټاکل کېدو لپاره اړینه ده چې یو نوماند له ۵۳۸ الېکټورل یا انتخاباتي رایو څخه ۲۷۰ هغه وګټي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG