د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بايډن سياسي ژوند ته کتنه


جو بايډن
جو بايډن

د امریکا د ۲۰۲۰م کال صدراتي انتخاباتو کې  جوبایډن  ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په یوه سخته سیالي کې ماتې ورکړه.  هم دې سره د جوزف روبنیټ بایډن چې اکثره یې خلک د جو بایډن په نامه یادوي، د دېرشو کالو ارمان هم پوره شو.

د ډیموکریټ ګوند نوماند جوزف بایډن دوه وارې نایب صدر پاتې شوی او د ډیلاوییر له ریاسته د اوږدې مودې لپاره سینیټر هم. جو بایډن د کورونا وایرس وبا په لړ کې د ټرمپ په پالیسیو تنقید کولو.

جو بایډن په زیاتو الیکټورل ووټونو حاصولو سره د امریکا ولسمشر جوړ شو. د ټاکنیزې ډلې یا الیکټورل کالج په ۵۳۸ ووټونو کې د یو امیدوار د کامیابۍ لپاره ۲۷۰ ووټونه پکار وي.

اووه اویا کلن بایډن، چې د نومبر په شلمه به اته اویا کلن شي، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو عمر رسیده صدر دی.

په خپل انتخاباتي کمپاین کې نوموړي د ملت د متحدولو، د کورونا وایرس وبا د کمولو، له ملګرو هیوادونو سره د تعلقاتو د بیا جوړولو او په نړیواله کچه د امریکا نوم د بیا اوچتولو وعدې کړې وې.

د اکتوبر پر ۲۷مه په جورجا کې د خپل انتخاباتي کمپاین په وخت بایډن ولس ته ویلي وو چې (( زه په دې هېواد خبر یم. زه په خپلو خلکو خبر یم او پوهېږم چې دغه قام متحد کړم او و یې رغوم))

جو بایډن به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې چوکۍ لوړه کوي. نوموړی په داسې حال کې واک سنبالوي چې د نسل او مهاجرت په سر قام تقسیم دی، د کورونا وبا له امله شا او خوا لس ملیون کسان متاثره شوي ، په اقتصاد بوج زیات شوی اوو د بې روزګارۍ له وجې یو غیر یقیني صورتحال جوړ دې.

جوبایډن ته به له خپلو یورپي ملګرو ملکونو سره تعلقات سمول وي. بلې خوا ته په خپل موقف کلک ولاړ هیواد روس دې او د چین لخوا ورته یو نړیوال چیلنج ورپېښ دې.

خو د نوي منتخب شوی صدر جو بایډن دا په سیاست کې نوې قدم نه دې.

نوموړی یو تجربه کار سیاستوال دی. جو بایډن د ۳۵ کالو زیاتې مودې لپاره سینیټر او د ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۷م پورې د پخواني ولسمشر براک اوباما په دور حکومت کې د اتو کالو لپاره نایب صدر پاتې شوی دی.

جو بایډن درې وارې د سینیټ د بهرنیو تعلقاتو کمیټۍ مشر او د اودږ وخت لپاره هم د دغه کمیټۍ غړی پاتې شوی دی. نوموړي په دې بابت کې د ډېرو ملکونو سفرونه کړي او د تجارت په ګډون د اټومي وسلو ، په ۱۹۷۹ م کې له شوري مشرتابه سره د وسلو د کنټرول په موضوع په خبرو اترو کې یې برخه اخیستې وه.

د هغې لس کاله پس د کمیونسټ رجیم د ړنګېدو او پخواني شوروي اتحاد د تقسیم په وخت جوبایډن د نېټو د پراخېدو په حق کې و. په خارجه امورو کې د تجربې په بنیاد پخواني ولسمشر براک اوباما جو بایډن دوه وارې خپل نایب یا مرستیال غوره کړې و.

د ۲۰۲۰م انتخاباتي کمپاین کې دواړو نوماندانو ډونلډ ټرمپ او جوزف بایډن په مباحثو کې په یو بل ټکونه کول خو د بایډن د خبرو طور طریقه لږه ارامه وه چې کیدای شي ووټران ورته زیات متوجه شوې وي.

کارپوهانو ویلي چې بایډن د کلونو لپاره په سیاست کې پاتی دی ځکه چې د خپلې تجربې په بنیاد له رایو ورکوونکو سره د ښو رابطو جوړولو صلاحیت لري.

جوزف روبینیټ بایډن په ۱۹۴۲ کې د پینسیلوینیا ریاست په سکرینټن ښار کې پیدا شوی و.

نوموړي د منځنۍ طبقې په یوه کورنۍ کې لوی شو او په څلورو ماشومانو کې د مور پلار مشری اولاد و. څه وخت پس د هغه کورنۍ د ډیلاوییر ریاست ویلمنګټن ښار ته کډه شوه.

په سکول کې هغه د فټبال او بېس بال لوبه کوله او د خپل کلاس مشر و. بایډن په ډیلاوییر پوهنتون کې تعلیم حاصل کړ او بیا د نیویارک سټیټ یونیورسټۍ نه یې د وکالت ډګري واخیسته.

بایډن په ۱۹۶۶کې له نییلیا هنټر سره واده وکړ او له هغې یې درې بچي وو. خو نیلیا او لور یې په یوه ټریفیکي حادثه کې مړه شو. هغه وخت بایډن ۲۹ کلن وو او د حادثې څو هفتې پس په ۱۹۷۲م کې هغه په وړومبي ځل سینیټر منتخب شو.

د بایډن یو زوی بو د مغزو د کینسر له امله د 45 کاله په عمر مړ شوی. بل زوی هنټر چې اوس د ۵۰ کالو دې، د مودې لپاره په نشه اخته و.

د ۲۰۱۴ز نه د ۲۰۱۹ز پورې هنټر د یوکراین د انرجۍ د یوې کمپنۍ په بورډ کې پوزیشن لرلو. هم په دې وجه ورباندې د ټرمپ پلویانو په صدراتي کمپاین کې تنقید کولو.

خپلو بچو د وخت ورکولو لپاره بایډن څه موده د سینټرۍ د پرېښودو فیصله هم کړې وه خو بیا همکارانو په دې قانع کړ چې داسې و نه کړي.

هم په دغه موده کې به ده هره ورځ له ډیلاوییره واشنګټن ته په ریل ګاډي کې نوي منټه مزل کولو چې ورباندې د (ایمټریک جو) نوم کېښودل شو. ایمټریک په امریکا کې د ټرین سروس نوم دی.

روزانه دغه سفر د هغه پر پالیسي هم اثر وکړ چې بایډن د ریل ګاډي په ټرانسپورټ کې د انقلاب خبره په خپل ولسمشریز کمپاین کې شامله کړه او وېل یې چې د هغه کارکوونکې طبقې مرسته به ورسره وشي چې ولسي ټرانسپورټ استعمالوي.

په ۳۵ کالو کې بایډن کله هم د سینیټ لپاره په سیالي کې نه ده بیللی خو بیا یې هم په سیاسي ژوند کې مشکلات لیدلي دي.

هغه په ۱۹۸۸م کې د ۴۶ کالو په عمر په ولسمشریزو انتخاباتو کې درېدلې و. دغه شان په ۲۰۰۸ز کې هم هغه په دغه زغل کې شامل و. خو دواړه وارې په خپل ډیموکریټ ګوند کې دننه د ختې سیالۍ له کبله کامیاب نه شو او په سر کې له دغه بهیره ووتلو.

د څه وخت لپاره روان کال هم داسې ښکارېده چې داسې به بیا وشي او هغه به یو ځل بیا کامیاب نه شي. بایډن د ۲۰۱۹ز کال په اپریل کې انتخاباتو ته درېدو اعلان کړې و.

خو تر دې مخکې هغه زړه نه زړه و. د هغه مقابل لسګونه نور کاندیدان ولاړ وو چې څه سیاست کې نوي وو، څه زیات ازاد یا لیبرل وو او څه پکې ځوانان او کیڼ لاسي وو.

بایډن کوشش کاوه چې ځان د هیواد لپاره د استحکام یوې نښې په توګه وړاندې کړي چې د هغه په خبره د ډونلډ ټرمپ په صدرات کې (( د جنګ میدان )) جوړ شوی دی.

په خپل کمپاین کې بایډن د نسل او مهاجرت په سر د قام و یشلو لپاره ټرمپ تورنولو او ویل یې چې (( د دغه قام بنیادي اقدار او جمهوریت یې په خطرکې اچولي دي ))

د خپلې امیدوارۍ اعلان پر وخت بایډن په یوه ویډیو کې ویلي وو چې (( دوی د دغه قام د روح لپاره جنګ کوي )).

نوموړي ویلي وو که چېرې ټرمپ د څلورو نورو کالو لپاره واکمن شو نو په بنیادي توګه او د همېش لپاره به د دغه قام خاصیت داسې بدل کړي چې دوی هغه نه دي او دای یې نه شي ذغملی.

د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د بایډن کارکردګي ډېره ښه نه وه. هغه وخت زیات پام لیبرال کاندایدانو برني سینډرز او ایلیزبت وارن طرفته وو.

خو بیا د فبرورۍ په اخره کې هغه وخت د بایډن لپاره هر څه بدل شو کله چې په جنوبي کېرولاینا کې دې رامخامخ شو او زیاتره د تور پوستو امریکایانو ملاتړ ورته حاصل شو.

د ۲۰۲۰م کال صدارتي انتخاباتو کمپاین په داسې وخت روان وو چې د کورونا وایرس وبا په نړۍ کې خپره ده.

ډیموکریټ ګوند په اګست کې په ورچول بڼه یا د انټرنیټ له لارې د خپلې غتې قامي غونډې یا نېشنل کنونشن د کولو فیصله وکړه.

بایډن خپل زیاتره کمپاین له خپل کوره کولو. د هغه مقابل ټرمپ د صحت خطرونو ته په پام نه کولو سره په لویه پیمانه جلسې جلوسونه وکړل.

ډونلډ ټرمپ به د بایډن په ماسک خندا کوله او ورته یې (( جو هایډن )) ویل. هایډنګ د انګریزۍ ټکې دی چې د پټېدو په اصطلاح استعمالېږي.

د کورونا وایرس وبا له امله په ورچول بڼه کمپاین سره بایډن ته دا فایده ورسېده چې یوه کمزوري یې پټه شوه.

دا کمزوري یې ولس ته د خبرو د صلاحیت کمې دې. بایډن د خپلې موسکا لپاره مشهور دی خو په شمېرو او د کلونو په یادونه کې کله کله خطا کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG