د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاملا هیرېس څوک ده؟


کاملا هیرېس په رسنیو کې د بریا تر اعلان وروسته خپلو ملاتړو ته وینا کوي - د ۲۰۲۰ز د نومبر اوومه
کاملا هیرېس په رسنیو کې د بریا تر اعلان وروسته خپلو ملاتړو ته وینا کوي - د ۲۰۲۰ز د نومبر اوومه

د جو بایډن ولسمشري به له دې پلوه هم تاریخي وي چې مرستیالي یې په لومړي ځل یوې مېرمنې او هغه هم یوې غنمرنګې ته ورکول کېږي.

او یوازې دا هم نه ده – د امریکا راتلونکې مرستیاله ولسمشره – کاملا هیرېس به لومړنۍ اسیایي او افریقایي توکمه وي چې د مشرتابه دومره لوړې پوړۍ ته رسېږي.

تر هغې وړاندې یواځینی ناسپین وګړی چې د امریکا مشرۍ ته رسېدلی وو – باراک اوباما وو چې له ۲۰۰۸ز تر ۲۰۱۶ز پورې یې د ولسمشر په توګه واکمني درلوده او جو بایډن یې مرستیال وو.

کاملا هیرېس ۵۶ کلنه او د کیلېفورنیا ایالت مخکنۍ لویه څارنواله ده.

مور یې شیامالا ګوپالن نومېږې چې بایولوجېسټه وه، د برتانیې تر واک لاندې هند کې زېږېدلې، وروسته د زده کړو لپاره امریکا ته تللې او د کیلېفورنیا په برکلې کې یې لوستونه بشپړ کړي دي.

د کاملې پلار ډانلډ هیرېس هم په ۱۹۶۱ز کال کې له جمېکا څخه کلیېفورنیا ته ولاړ او په هماغه پوهنتون کې د اقتصاد محصل او وروسته سان فرانسېسکو ته څېرمه په سټینفرډ پوهنتون کې استاد شو.

کاملا هیرېس په وروستیو کلونو کې د ډېموکراټ ګوند د وتلو سیاستوالو ډلې ته ننوتله. د ۲۰۲۰ز کال په ګوندي ټاکنو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته هم درېدلې وه خو چې ډېره پلوي یې ونه شوه، تر لنډې مودې وروسته له سیالۍ ووتله.

د خپل کاري ژوندانه په لومړیو کې یو مهال په سان فرانسېسکو کې د یوې ښاري ناحیې څارنواله او بیا د کیلېفورنیا لویه څارنواله وه چې وروسته د سېنېټرې په توګه غوره شوه.

"کاملا" ټکی په سانسکرېت ژبه کې د شنه نیلوفرو یا کملو ګل ته وایي.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي چې په ډاګه یې ډانلډ ټرمپ ستایه، وخت ونه بایله او بې ځنډه یې کاملې هیرېس ته مبارکي وویله او پر ټوېټر یې ولیکل: "د هغې بری ټولو امریکایي هندیانو ته یو لوی ویاړ دی."

مودي وروسته وویل: "ډاډه یم چې د هند او امریکا پیاوړي اړیکي به ستاسې په ملاتړ او مشرۍ لا نور پیاوړي شي."

د جمېکا وزیراعظم وویل د کرېبیین سیمې دغه ملت د هیرېس په غوره کېدو "ویاړېدلی" دی.

اندریو هولنیس وویل: "امریکا به د کاملې هیرېس په څېره کې خپله لومړنۍ مرستیاله ولسمشره ولري او موږ ویاړو چې د هغې خټه کې د جامایکا میراث هم شته."

نورو مشرانو هم د اغلې هیرېس د ټاکل کېدو تاریخي ماهیت ته اشاره کړې ده. جرمنۍ وزیراعظمې انګېلا مېرکل چې خپله هم لومړنۍ ښځه وه چې وزیراعظمۍ ته ورسېده، پر ټوېټر ولیکل: "زه د زړه له کومې [بایډن] ته د نېکمرغۍ او بري هیله لرم او دغه راز کاملې هیرېس ته هم مبارکي ورکوم چې د خپل هېواد لومړنۍ مرستیاله ولسمشره شوه."

د برتانیا وزیراعظم بورېس جانس چې هغه هم ټرمپ ته نېږدې بلل کېده، د بایډن او هیرېس بری "تاریخي بریا" بللې ده.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG