د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرښې دواړو خواو ته د پښتنو ټولنیز انقلاب


بنو کې پر ۱۲م جنوري (۲۰۲۰) د پي ټي اېم جلسه

په "دي ګلوب پوسټ" انګریزي مجله کې لیکوالې لورا چیساريتي لیکي چې دا وخت یوه مبارزه روانه ده چې د افغانستان د پلازمینې کابل څخه د پاکستان جنوبي ښار کویټې ته غځېدلې ده. دا د افغانستان او پاکستان پر پوله اباده، د ټولو تر غټې قبیلې پښتنو مبارزه ده.

د دوی سیمه د نړۍ تر ټولو ډېرې بیقراره هغې په توګه پېژندل کېږي او د امریکا په مشرۍ د ترهه ګرۍ ضد جنګ کې ستراتیجیکي وړتیا لري. له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې ډرون بریدونه، پوځي عملیات او په زوره د خلکو پورته کول د پښتنو ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

د افغانستان او پاکستان په کلیوالو سیمو کې اباد دا خلک د دواړو ریاستونو له خوا بې برخې پاتې شوي او د ترهه ګرۍ پر ضد په نړیوال جنګ کې يې لوی تاوانونه ګاللي دي.

نړیواله پاملرنه:

په ۲۰۱۸ ز کال کې د پښتون تحفظ مومنټ (پي ټي ایم )۲۵ کلن منظور پښتین په وړومبي ځل په دې کې بریالی شو چې د نړۍ توجه دې صورتحال ته راواړوي.

اګرچې منظور پښتین په پاکستان کې د پښتنو بشري حقونو د تحفظ (خوندیتوب) وکالت کوي خو د هغه انقلابي توري د ډیورنډ دواړه خواو پښتانه هڅوي چې د خپل حق لپاره اواز پورته کړي.

د پي ټي اېم رنګا رنګي او پښتونولي:

تر اوږدې مودې میډیا د پښتنو کلتور بنسټپاله او پرتشدده ښودلې. یو داسې کلتور چېرته چې سختدریځه او بدمزاجه سړي ټول واک لري. د دې سیمې د ښځو کیسې ډېرې لږې شریکې کړل شوي دي. پښتنې ښځې په عمومي توګه داسې وړاندې کېدلې چې په چادریو کې پټې وي او پیژندګلو يي نه کېږي.

په میرامشاه کې د پي ټي اېم جلسه: ۲۰۱۹، ۱۴ اپرېل
په میرامشاه کې د پي ټي اېم جلسه: ۲۰۱۹، ۱۴ اپرېل


خو د دې معنا دا نه ده چې څه موږ ته په نظر نه راځي نو ګنې هغه په ټولنه کې هم شتون نه لري. د پي ټي اېم د ښځینه مشرانو وړانګې لوڼۍ او ثنا اعجازه پرته د پښتنو ښځو یوه پوره ډله ده چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. د خاموشه پاتې کیدو پرځای دا ښځې په سیمه کې د روان فعالیت یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د پښتنو د ټولنې روح او ژوند دی. دا د زوړ روایت برعکس خبره ده نو ځکه ستاینه يي هم کېږي او نیوکې ورباندې هم کېږي. دا د پي ټي اېم د رنګا رنګۍ علامت هم دی. په دې غورځنګ کې اسلام پاله او سیکولر پښتنو خپلمینځي اختلافات یوې خوا ته ایښي دي او دوی ته د رسېدلي درد او بې انصافۍ پرضد یو شوي دي.

دا نوې بیدارۍ د پښتونولۍ په نامه د پخواني یووالي یاد هم تازه کوي.

د پاکستان پخواني پوځي امر ضیاء الحق د ۱۹۷۰ م په لسیزه کې د پښتنو په سیمه د ؛اسلامایزیشن پالیسي؛ عملي کړې وه چې په نتیجه کې يې د پښتنو پر ټولنیز ژوند او خاوره کې لوی بدلون راغی. ضیاء الحق غوښتل چې دپښتنو د ؛نسلي یووالي؛ پر ځای پر دوی ؛اسلامي یووالی؛ وتپي. هغه په دې کې خو بریالی شو چې د مذهب په اړه مقامي فکر بدل کړي خو د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د پښتنو ولسونو اړیکې لا پیاوړې شوي دي.

د پولې دواړو خواو ته ټولنیز مقاومت:

د خلکو بېلولو پرځای د افغانستان او پاکستان پوله د ولس له یوه بل سره د راشه درشه او ستړي مه شې ځای ګرځېدلی دی. د مینې او کاروبار په رشتو کې تړلي خلک پر دغه پوله تګ راتګ کوي او د زور زیاتي پر ضد په مبارزه کې یو دي. خو په دواړو هېوادونو کې د ټولنیز مقاومت تر شا خواهش بدل بدل دی.

ثنا اعجاز
ثنا اعجاز


په افغانستان کې د ناانصافۍ پرضد مبارزه د امریکا په مشرۍ د ایتلاف فعالیتونه دي. دغلته قبیلو د پیړیو زوړ خپلمینځی باور بایللی دی او کلي د جاسوسانو په جالو بدل شوي دي. داسې هم شوي چې خلکو د انتقام له کبله خپل ګاونډیان خرڅ کړي دي او په زرګونو پښتانه وژل شوي، ځورول شوي، لا درکه کړل شوي او بغیر د قانوني کاروایۍ خفیه زندانونو ته لیږل شوي دي.

په پاکستان کې صورتحال بدل دی. دغلته د کلونیلزم (colonialism) پر ضد د وږدې مبارزې تاریخ ولس له یو زورور سیاسي شعور ورکړی چې په نتیجه کې يې دوی د بنیاد پرستۍ او ریاستي تشدد پرضد د عمل په میدان کې دي.

د پاکستان حکومت د پي ټي اېم له احتجاجونو ویره کوي او دې ته د خپلواکۍ د یو غورځنګ په سترګه ګوري چې کیدې شي دا نورو اقلیتونو ته هم اواز ورکړي او ریاست له خطر سره مخامخ کړي.

یوه مبارزه، یوه تګلاره:

که څه هم په افغانستان او پاکستان کې د میشتو پښتنو تر شا جلا جلا قوتونه دي خو په خپله مبارزه کې یو دي.

سره د دې په پاکستان کې د پي ټي اېم مشران نیول شوي، چکول شوي او له غوښتنو يې هر چا خپله ګټه پورته کړی خو دغه سازمان له تشدده ډډه کړې ده.

دا غورځنګ د پاکستان پوځي ریاست له زوره خبر دی نو ډېر په ډاډ سره له ریاست سره له ټکره ځان ژغوري او په عدم تشدد ټینګار کوي.

د دې برعکس په افغانستان کې د سیاسي ډانچې نشتوالي دا تحریک د تشدد په څوکه ساتي چې تر شا يې د تاکتیکي مرامونو پرځای بېوسي وي.

خو په دواړو حالتونو کې داسې ښکاري چې مرام يې د ریاست دننه واک ترلاسه کول نه بلکې لهقامي ریاستونو (Nation states)بالا د یو جغرافیايي او سیاسي ځاي ګټلو لپاره د فکر ژوندي کول دی.او هم له دغې لارې پښتنو د کرښې دواړو خواو ته خپل انقلابي زور بیا موندلی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG