امریکا په رسمي توګه د چاپېریال ساتنې او اب و هوا بدلون مخنیوي له نړیوالې موافقې د وتلو اعلان کړی دی.
د "پاریس موافقه" د نړۍ شاوخوا ټولو هېوادونو په ۲۰۱۵ز کال کې لاسلیک کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر څلورمه په بیان کې وویل، ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۷ز په جون کې له موافقې د وتلو اعلان کړی وو خو د ملګرو ملتونو د اصولو له وجې دا پرېکړه په امریکا کې تر ولسمشرۍ انتخاباتو یوه ورځ وروسته عملي شوه.
بیان زیاتوي چې د ۲۰۲۰ز کال د نومبر له څلورمې راهیسې نور امریکا د موافقې برخه نه ده.
د پاریس د موافقې موخه او مرام په نړۍ کې د اقلیم بدلون او د نړۍ تودوښې درجې لوړېدو مخنیوی کول دي.
موافقه د روانې پېړۍ پر مهال د نړۍ د تودوښې درجې پر کنټرولولو ټینګار کوي.
له موافقې سره سم، له هېوادونو تمه کېږي چې په هرو پېنځو کلونو کې چاپېریال ته تاوان رسوونکو او زهرجنو ګیسونو د اخراج محدودولو ژمنه لاپراخه او پیاوړې کړي.
خو ولسمشر ډانلډ ټرمپ دعوه کړې چې موافقه به "امریکايي ولس ته سزا ورکړي او د چاپېریال ککړوونکو" هېوادونو ته "ګټه" ورسوي.