د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وړو کارخانو ته بجلۍ ارزانوي: عمران خان


په خیبر ضلع کې کارګران د یوې کارخانې دننه کار کوي - د ارشیف انځور.
په خیبر ضلع کې کارګران د یوې کارخانې دننه کار کوي - د ارشیف انځور.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په هېواد کې د وړو صنعتونو د ودې یې پرېکړه کړې چې د نومبر له میاشتې یې د بجلۍ بلونه تر نیمايي راکموي.

د روانې نومبر میاشتې پر درېمه په یوه ټېلیویژني وینا کې نوموړي وویل چې تر راتلونکو درېوو کالو لپاره به د هېواد د ټولو وړو او لویو کارخانو لپاره اضافي بجلي په ۲۵ فیصده کم نرخ ورکوي.

وزیراعظم عمران خان وویل، فیصله یې کړې چې د واړه او منځنيو صنعتونو لپاره به د نومبر له لومړۍ نېټې نه د بجلۍ بلونو کې رعایت ورکوي، د دې مطلب دا دی چې د ۲۰۲۰م کال د نومبر میاشت کې د یوې کارخانې د بجلۍ بل کې چې د تېر کال د نومبر میاشت کې څومره اضافي بجلي استعمال شوه . دغه به ورته ۵۰ فیصده په کم نرخ ورکوي، دا به تر ۲۰۲۱ م کال د جون ۳۰ نیټې پورې وي، که تېر کال وړو کارخانه دارو د بجلۍ یو یونټ په ۱۶ روپۍ اخېستو نو اوس به دغه اضافي بجلي په اته روپۍ یو یونټ اخلي.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د ګدون انډسټریل زون کې د سټیلو د یوې کارخانې مشر محمد عارف وايي، د حکومت اوسنۍ فیصله نوې نه ده، وړاندې هم داسې اعلانونه شوي دي خو دوی یې عملي کېدل غواړي ځکه چې کاروبارونه یې ډېر زیات اغېزمن شوي دي. دی وايي د سټیلو یوه وړه کارخانه یې خو د بجلۍ بل یې په لکونو روپو کې راځي.

نوموړی وايي، اوس په ګدون صنعتي زون کې ډېرې لږې کارخانې فعالې دي.

د صوابۍ ضلعې ګدون د خیبر پښتونخوا یو په صنعتي زون کې راځي خو دغلته د کارخانو مالکان وایي له تېرو څو کالونو راهېسې پکې ګڼې کارخانې د بجلۍ د ګرانۍ او ځینو نورو مسلو له وجې بندې شوي دي. په ګدون کې د پلاسټکو د یوې کارخانې مالک فدا محمد وایي که حکومت دغه فیصله عملي کړي نو واړه صنعتونه به وده ومومي: (په ګدون کې دا وخت له ۴۰ نه تر ۵۰ پورې کارخانې داسې دي چې په پوره ډول فعاله دي، خو ځینې په یوه ټپال (شفټ) کې کار کوي او ځینې د بجلۍ د ګرانو نرخونو او د نورو مسلو له وجې بندې شوي دي، ډېرو خلکو خپلې کارخانې په کرایه ورکړي دي.)

په ګدون صنعتي زون کې د پېزارو د یوې کارخانې مالک ارشد خان د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل د ده د پېزارو یوه وړه کارخانه ده او د میاشتې بل یې تر دوه نیمو لکو روپو پورې راځي. نوموړی وایي که حکومت دغه فیصله عملي کړي نو صنعتونو ته به لږ سهولت ترلاسه شي.

د ګدون د سټیلو د یوې کارخانې مشر محمد عارف مشال راډیو ته په خیبر پښتونخوا کې د فعالو صنعوتو په اړه وايي، په صوبه خیبر پښتونخوا کې درې صنعتي زونونه دا وخت فعاله دي، په ګدون کې تر ۵۵۲ پورې کارخانې دي، خو زیاتره بندې دي، د هزارې ډویژن په حطار کې ۲۰ فیصده کارخانې په پوره ډول فعاله دي او قبایلي ضلعې چونکې ټېکس فري زون دی نو هلته ۸۰ فیصده کارخانې فعاله دي))

د خیبر پښتونخوا واړه کارخانه دار وایي په روان کال کې د کورونا وایرس او ټولبند له وجې تاواني شوي دي او باید حکومت د وړو صنعتونو مسلو ته زیات پام وکړي. د مومندو د ماربلو کارخانو یو مالک سعید خان د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل د حکومت لخوا وړو صنعتونو ته د اضافي بجلۍ په مصرف کې د رعایت هرکلی کوي خو غوښتنه یې وکړه چې دا اعلان باید په عمل کې وویني. دی وايي، سږ کال کاروبارونو ته دېر تاوانونه رسېدلي. زما د ماربلو درې کارخانې دي، او په روان کال کې مو د کورونا وایرس له وجې کاروبارونه سخت تاواني شوي، که حکومت د بجلۍ نرخ ارزانه کړ نو وړو کاروبارونو ته به ګټه ورسي))

په پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز د حکومتي پرېکړی هرکلی کړی خو وايي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې واړه صنعتونو له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي. د سوداګرۍ خونې کوارډينېټر اشتیاق علي د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دوی تمه لري چې حکومت خپل کړي اعلان ته عملي بڼه ورکړي. ځکه چې سږ کال د تورخم لاره هم د کورونا له وجې تر شپږو میاشتو پورې بنده وه. د خیبر پښتونخوا سامانونه چې پکې سېمټ، اوسپینه، خښتې، دا شان هارډوییرز،د بجلۍ سامان، کېبلې او د ابادکارۍ ګڼ نور سامانونه شامل دي، له تورخم لارې افغانستان او منځني اېشیایي هېوادونو ته لیږل کېږي، د لارې بندېدو له وجې ونه لېږل شول. که حکومت له کارخانه دارو سره مرسته وکړي دا به کاروبارونه تېز کړي.

د نومبر پر درېمه وزیراعظم عمران خان په خپلو خبرو کې دا هم وویل دوی به په راروان وخت کې دا څاري چې د حکومت د دغه فېصلې له مخې د هېواد وړو صنعتونو ته څومره ګټه رسي او زیاته یې کړه حکومت یې په روان کال کې د برامداتو د زیاتولو لپاره هم یو شمېر ګامونه پورته کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG