د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان سرکار ټولبند نه لګوي


په پاکستان کې د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې ( این سي او سي ) فیصله کړی چې په هېواد کې د کورونا وایرس کېسونو زیاتېدو باوجود بشپړ ټولبند نه لګوي.

دا پرېکړه پرون ( د نومبر پر درېمه) په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې غونډه کې وشوه.

په غونډه کې فیصله وشوه چې البته په هېواد کې د کورونا وایرس کېسونو په زیاتېدو سره به په هغو سیمو کې جزوي ټولبند لګوي چې د وایرس کېسونه پکې زیات دي.

وزیراعظم عمران خان وویل هېواد یې دوهم تالابند ( لاکډاون) نه شي زغملی نو ځکه داسې ګامونه به نه پورته کېږي چې ورسره د خلکو کار روزګار متاثره شي. د وزیراعظم عمران خان په خبره د هېوا صنعتونه او کارخانې به نه بندېږي خو له وایرسه د بچکېدو پر حکومتي لارښوونو باید پوره عمل وشي.

دا وخت د پېښور، اسلام اباد، راولپنډۍ او کوټې په ګډون د هېواد په لسو نورو ښارونو کې جزوي ټولبند اعلان شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG