د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې پي ډي اېم ته کتنه


ګوجرانوالا کې د پي ډي اېم جلسه. ۲۰۲۰، ۱۶ اکتوبر
ګوجرانوالا کې د پي ډي اېم جلسه. ۲۰۲۰، ۱۶ اکتوبر

د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د اپوزيشن ګوندونو اتحاد د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب په ګوجرانواله او پر ۱۸مه په کراچۍ کې درنې جلسې وکړې.

دې غوڼدو ته د لويو اپوزيشن ګوندونو لکه پاکستان مسلم ليګ ن، پيلپز پارټۍ، جميعت علمای اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نيشنل پارټۍ، قومي وطن پارټۍ او د بلوچستان د ځينو ګوندونو مشرانو په خپلو ويناو کې د تحريک انصاف د مرکزي حکومت پر پالېسيو سختې نيوکې وکړې.

دوی وويل، حکومت د هېواد وګړيو ته د نوکريو او کورونو ورکولو د خپلو وعدو پوره کولو پر ځای هغوی د ګرانۍ او بېروزګارۍ له يوه زښته بد حالت سره مخامخ کړي.

د اپوزيشن ګوندونو غورځنګ يا پي ډي اېم ويلي، د راتلونکې نومبر مياشت پر ۲۲مه به د خيبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې هم جلسه کوي او د موجوده حکومت د خاتمې او د نويو او رڼو عامو انتخاباتو خپله غوښتنه به تکراروي.

د دې صوبې د دویم لوی ښار مردان په يوه بازار کې مو له دوو عامو کسانو وپوښتل چې واقعي ګراني سېوا شوې او حل يې ګنې نوې ټاکنې دي؟

د عامر په نوم يو کس وويل، ګرانې له حده وتلې او حکومت بايد يو حل ورته ولټوي. د ده په خبره، د سيمې غريب خلک مجبور دي چې د اوړو يوه تروړه په ۱۴ سوه روپۍ واخلي.

د مردان رحيم شاه بيا وويل، ګرانۍ د خلکو ملا ماته کړې، د اوړو، چينيو او غوړو بيې ډېرې پورته شوي. خو د ده په وينا، که انتخابات وشي او بل حکومت راشي، بيا به هم د غريب ورځ ښه نشي. برعکس، په ټاکنو د شوې خرچې زور به هم له غريب ولسه وځي.

په پاکستان کې د بې سارې ګرانۍ او له وجې يې د خلکو د مشکلاتو خبره د قومې وطن پارټۍ د خيبرپښتونخوا مشر سکندر خان شېرپاو هم کوي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل، ګوند يې ځکه د جمهوري غورځنګ برخه جوړه شوې چې مرکز صوبو ته د هغوی اييني حقونه نه ورکوي. شېرپاو ډاډه دی چې د پېښور تر جلسې وروسته به تحريک انصاف ته حکومت کول ګران شي.

((د عامو خلکو په ستونزو کې ورځ تر بلې اضافه کېږي. د وړو صوبو وګړي لا هم مايوسه دي چې مرکز ورته اييني حقونه نه ورکوي. صوبې خپل وسايل هم په خپله خوښه نشي کارولی. د پېښور د ۲۲م نومبر جلسې ته مو تيارۍ نيولې دي. زما په فکر، چې سياسي ګوندونو پر يوه ټغر راټول او ولسي ماحول جوړ شي، حکومت ته به هرو مرو ګرانه پېښېږي.))

د پاکستان جمهوري غورځنګ په جلسو کې د اپوزيشن ګوندونو مشرانو په زغرده د هېواد په سياست کې د پوځ پر کردار نيوکې کړي.

د دوی په خبره، د تحريک انصاف حکومت پوځ راوستی او ترشا يې ولاړ دی او ځکه نو د پاکستان د بدبختيو او مسالو پوښتنه هم له پوځي او استخباراتي مشرتابه بايد وشي.

د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايي چې د اپوزيشن ګوندونو اصل جګړه د عمران خان او د هغه د حکومت له راوستونکو قوتونو سره ده.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۹مه له مشال راډيو سره په خبرو کې هيله وښوده چې د خيبرپښتونخوا ولس به د اپوزيشن له تحريک سره يوځای کېږي او له مرکزه به د خپلو محروميو حساب غواړي.

((د پي ډي اېم له جلسو سره دا خبره بېخي پ ډاګه شوه چې عمران خان يوه مهره ده. زموږ جګړه له هغو قوتونو سره ده څوک چې په دې ملک کې ولسي اختيار نه مني. د ايين او د پارليمان بالادستي نه مني. په ټول ملک کې ظلم روان دی، خو پښتانه بيا له يوه ډېر بد حالت سره مخامخ دي. زموږ پر سيمه بدامني ده، ۴۵۰۰ کارخانې مو بندې دي، د بجلۍ راېلټي نه راکوي، د خپل ګيس د استعمال حق نه راکوي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي لارې يې راته تړلې دي. نو موږ خو بېخي مدعيان يو او دا ګڼو چې د پېښور جلسه به يوه تاريخي جلسه وي.))

د اپوزيشن ګوندونو د دې مخکښانو د خبرو د ځواب لپاره مو هم د اکتوبر پر ۱۹مه د ورځې څو ځله د خيبرپښتونخوا حکومت وياند کامران خان بنګش، صوبايي وزيرانو شهرام خان او عاطف خان او د حکومت يو سلاکار ضيا الله خان بنګش ته ټيليفونونه وکړل او واټس اپ پيغامونه مو ورته پرېښودل، خو يوه هم ځواب و نه وايه.

البته پاکستانيو رسنيو د نهې پر ورځ د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير محمود خان هغه خبرې خپرې کړي چې ويلي يې دي، د پاکستان پوځ د هېواد د سلامتيا لپاره خپل زرګونه سرتېري قرباني کړي او دا چې د هېواد هر وګړی له خپلو امنيتي ادارو سره اوګه په اوګه ولاړ دی.

نوموړي د اتوار ورځې په خپل بيان کې زياته کړې، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان مرکزي او د خيبرپښتونخوا حکومتونه د هغو يو شمېر مسالو د حل هڅې کوي چې تېرو حکومتونو ورته پرېيښې دي او د پاکستان د ترقۍ او خوشالۍ مخه يې ډب کړې ده.

XS
SM
MD
LG