د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزیشن مشران د کوټې جلسې ته روان دي


پاکستان ډیموکریټک موومېنټ تر دې وړاندې په ګوجرانواله او کراچۍ کې لویې جلسې کړي.
پاکستان ډیموکریټک موومېنټ تر دې وړاندې په ګوجرانواله او کراچۍ کې لویې جلسې کړي.

د پاکستان ډیموکریټک موومنټ تر چتر لاندې د حکومت خلاف د اپوزیشن ګوندونو جلسه د اکتوبر پر ۲۵مه د کوټې په ایوب لوبغالي کې ترسره کېږي.

په دغه جلسه کې د ګډون کولو لپاره د ځینو اپوزیشن ګوندونو مشران کوټې ته رسېدلي او ځینې نور بیا پر لاره دي. د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره مریم نواز او د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر او پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د اکتوبر پر ۲۴مه کوټې ته ورسېدل.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۴مه به دعوامي نېشنل ګوند مرکزي نایب صدر امیر حیدر خان هوتي او د همدې ګوند مرکزي جنرل سېکټري میا افتخار حسین هم کوټې ته ورسېږي. پل پلو د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان د خضدار له لارې قلات ته رسېدلی دی او تر ماښامه به ځان کوټې ته ورسوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم د اکتوبر پر ۲۴مه له اسلام اباده د کوټې هوايي ډګر ته ورسېد خو هغه یو وار بیا پرېنښودل شو چې کوټې ته داخل شي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني د اکتوبر پر ۲۳مه په یوه خبري غونډه کې وویل، اپوزیشن له پکار دي چې خپله جلسه وځنډوي ځکه چې د هغه په وینا په کوټه کې د ترهګرۍ د پېښو وېره لیدل کېږي.

اپوزیشن د وزیراعظم عمران خان استعفا غوښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00

خو مریم نواز کوټې ته په رسېدو خبریالانو ته وویل، د ولس د ځان او مال ساتنه د حکومت دنده ده. هغې وویل، د جلسې حفاظت کول د حکومت ذمه واري ده او له هغوی دې دا غوښتنه نه کېږي چې جلسه دې وځنډوي.

اپوزیشن تر دې وړاندې په ګوجرانواله او کراچۍ کې هم ورته جلسې کړې دي.

ټاکل شوې چې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري به هم د کوټې په جلسه کې ګډون وکړي او پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف به یو وار بیا د ويډیو لېنک له لارې د جلسې ګډونوالو ته وینا وکړي.

د اتوار د ورځې په جلسه کې به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او بلوڅ سیاستوال او د د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل هم وینا کوي.

د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف د اپوزیشن ګوندونو جلسې غندي او د دغه ګوند مشران وايي، د اپوزیشن مشران د احتساب له وېرې دا لاره خپله کړې ده.

د پاکستان د ساینس او ټېکنالوژۍ وفاقي وزیر فواد چودري د اکتوبر په ۲۴ مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، حکومت د اپوزیشن مشرانو ته د هغوی د درغلیو پر سر بخښنه نه شي کولی ( اېن ار او نشي ورکولی.)

د کوټې ښار پولیسو او امنیتي سرتېرو د اکتوبر د ۲۵مې نېټې د جلسې نه وړاندې په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

XS
SM
MD
LG