د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیتي ځواکونو خلاف دته خېل پرلت کې سلګونو مېرمنو ګډون کړی


د سپلګۍ پرلت د نيول شوو کسانو راخوشې کول غواړي.(انځور له ارشیفه)
د سپلګۍ پرلت د نيول شوو کسانو راخوشې کول غواړي.(انځور له ارشیفه)

د شمالي وزیرستان په دته خېل کې د نورو خلکو تر څنګ نزدې درې سوه پښتنو مېرمنو هم په خپله سیمه کې د ناامنۍ پرضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

دوي وايي د سیمې شاوخوا دېرش تنه ځوانان یې امنیتي ادارو وړي دي او د پرېښودو غوښتنه یې کوي.

له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر د اکتوبر ۱۳ (پرون) مشال ريډیو ته وویل چې دغو میرمنو د خپلو لادرکو خاوندانو، وروڼو، پلرونو او زامنو لپاره په محمد خېلو سیمه کې احتجاج کړی او لویه لاره یې د موټرو پر مخ تړلې ده.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو، بمي چاودنو او بدامنۍ پرضد په وار وار پرلت او جرګې شوي خو دا لومړی وار دې چې د پوځ لخوا د سیمې نیول شویو کسانو خوشې لپاره میرمنې په احتجاج راوتې دي.

د سیمې امنیتي چارواکیو مشال راډیو ته ویلي چې نیول شوي کسان په بدامنۍ کې ککړ دي او پر ضد به يي د قانون سره سمه کاروایي کیږي. خو مظاهره چیان وايي که لادرکه کړل شویو کسانو کوم جرم کړي وي نو باید عدالتونو ته دې وړاندی کړل شي.

ځايي خلک وايي چې کله وسله وال پر پوځ برید وکړي یا چاودنه وکړي نو پوځ د سیمې پر عام ولس عملیات پیل کړي، هغوی له کورونو باسي او تشدد پرې کوي.

د دوی په وینا، په دې پېښه کې د وسله والو تر برید وروسته د پوځ له خوا پر عام ولس تشدد او د هغوی نیول وو چې پرضد یې بیا هلته پرلت هم شوی وو.

په دې پرلت کې ځايي‌ خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې وه چې پوځ دې پر عام ولس تشدد نه کوي.

دوی وايي، څو وارې ورسره ژمنې وشوې، خو نیول شوي کسان لا هم نه دې خوشې کړل شوي.

بل خوا د دته خېل سب تحصیلدار غني الرحمن وزیر بیګاه د امریکا غږ ډیوه ریډیو سره په خبرو کې منلې چې شاوخوا ۱۳۰ ښځو احتجاج کړی وو، خو وایي نن یې له هغوی سره مذاکرات بریالي شوي او د نیولو شویو کسانو د خوشي کولو لپاره به یوه جرګه خبری کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

چارواکي وايي بیګا (د اکتوبر ۱۳مې په شپه) د شمالي وزیرستان په میرلي کې وسله والو په یوه امنیتي پوسته برید کړی.

د سیمې د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل چې پر پتاسي اډه پوسته حمله کې یو امنیتي اهلکار وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د سیمې امنیتي چارواکي وايي زخمي شوي امنیتي اهلکار د بنو پوځي هسپتال ته رسول شوي او په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم په میرلي کې د امنیتي ځواکونو ګاډی د سړک ښخ ماین چاودنې ښکار شوی و چې پکې یو تن ژوبل شوی و

XS
SM
MD
LG