د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د ټي ټي پي د دوو مهمو قومندانانو د وژلو ادعا


د جنوبي وزیرستان پولیس وايي، د اکتوبر پر ۲۷مه سهار په ځانګړه سیمه کې د عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان دوه مهم غړي وژل شوي دي.

په سیمه کې د پولیسو مشر شوکت علي مشال ریډيو ته ویل چې د استخباراتو پر اساس امنیتي ځواکونو پر وسله والو چاپه وهلې چې وروسته دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې او په نتیجه کې د طالبانو دوو قومندانان غالب او رهبر وژل شوي خو پوځیانو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

شوکت علي زیاتوي، ولي خان چې په غالب مشهور دی، پر امنیتي ځواکونو په حملو کولو تورون وو او حکومت ته مطلوبه وو. حکومت د غالب پر سر لس لکه انعام ایښودې وو. بلخوا تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG