د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تمه لرې چې له خړ لېسټه به وویستل شي


 قریشي وايي په اصولي ډول یې دا حق جوړېږي چې اېف ای ټي اېف هغوی له خړ لېسټه وباسي.
قریشي وايي په اصولي ډول یې دا حق جوړېږي چې اېف ای ټي اېف هغوی له خړ لېسټه وباسي.

پاکستان چې په ۲۰۱۸ کال کې د ناقانونه پیسو د څار د نړېوالې ادارې یا اېف ای ټي اېف لخوا په خړ لېسټ کې اچول شوی وو، اوس تمه لري چې د یادې ادارې لخوا به په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې په ترسره کېدونکې غونډه کې له خړ لېسټه وویستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۲۴مه، په ملتان کې په یوه خبري غونډه کې وویل، هغوی د پام وړ پرمختګ کړی او په اصولي توګه باید له خړ لېسټه وویستل شي.

د جنورۍ له ۲۱مې تر ۲۴مې د چین په بیجنګ ښار کې د اېف ای ټي اېف غونډه وشوه چې پکې پاکساني چارواکو خپل دلایل وړاندې کړل چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې یې د ناقانونه پیسو د مخنیوي او د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو لپاره څه کړي دي؟

شاه محمود قریشي وايي، په غونډه کې د هغوی له کړو فعالیتونو خوښي ښکاره کړل شوه او د نوموړي په وینا په تېرو ۱۰ میاشتو کې چې هغوی کوم فعالیتونه کړي، په تېرو ۱۰ کلونو کې یې څاری نه لیدل کېږي.

د سېنېټ د اقتصادي چارو د کمېټې غړې انوارالخق کاکړ د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، پاکستان د اېف ای ټي اېف زیاتې سپارښتنې او غوښتنې پوره کړي دي او تمه ده چې له خړ لېسټه به وویستل شي:

"زما په خیال پاکستان دا ځل سنجیده اقدامات کړي دي، قوانین یې پاس کړي، انتظامي ګامونه یې پورته کړي او ډېر یو لوی پرمختګ یې کړی دی. نو ځکه د پاکستان په حکومتي او اقتصادي کړیو کې داسې هیلې شته چې ګینې دا وارې به پاکستان له خړ لېسټه وویستل شي."

یو شمېر شنونکي په دې نظر دي چې پاکستان د اېف ای ټي اېف له خړ لېسټه د وتو لپاره په امریکا، چین او نورو هیوادونو کې لابینګ یا د اغېز د ترلاسه کولو هڅه هم کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر شهریار خان چې د تروریزم په موضوع یې پي اېچ ډي کړې ده وايي، پاکستان د سنجیده اقداماتو په کولو مجبوره شوی خو لا هم ډېرې مرحلې په مخ کې لري. هغه وايي، یواځې د نورو هیوادونو پر مرسته پاکستان له خړ لېسټه نشي وتلی، عملي کارونه به هم ورته کول وي.

"داسې هم نه ده چې پاکستان به ګینې یواځې له نورو هیوادونو سره لابیننګ وکړي او مسله به هواره شي. پاکستان به د اېف ای ټي اېف د قوانینو مطابق خپل نظام جوړوي. که داسې و نه کړي نو که سپین هم شي، څه وخت پس یې دا اداره بیا په خړ لېسټ کې اچولی شي. نو زما په خیال پاکستان په دې لاره کې سنجیده اقدامات شروع کړي خو لا هم پوره کار یې نه دی کړی."

د اقتصادي چارو شنونکی اکرام هوتي وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړېوالې ادارې چې اول د پاکستان نه کومې غوښتنې لرلې نو اول خو پرې د پاکستان د حکومت سر نه خلاصېده چې څنګه یې پوره کړي خو چې بیا پوه شول چې اوس ورسره سختي کېږي او د خړ لېسټ نه پس دا امکان هم شته چې تور لېسټ ته واچول شي نو بیا یې چیرته په سنجیدګۍګامونه اوچتول پیل کړل.

هغه زیاتوي:

"پاکستان چې اوس کومه کارکردګي ښولې ده، دا د ۴۰ نه نیولې تر ۵۰ فیصدو پورې ده. دوی ته اوس هم کار لا پاتې دی، خو دا چې دوی په سهي ډګر روان شوي نو د هغوی مثبت نیت ښکاره شو. سمدستي خو دا امکان نشته چې دوی به سپین لېسټ ته واچول شي خو که په خړ لېسټ کې هم پاتې شي نو معېشت ته به یې هومره تاوان نه رسېږي."

د ناقانونه پیسو د څار د نړېوالې ادارې راتلونکې غونډه به په فبرورۍ میاشت کې په پاریس کې کېږي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وینا د ګاونډي هندوستان نه علاوه د یادې ادارې نور ټول غړي هیوادونه په دې نظر دي چې پاکستان دې د خړ لېسټ نه وویستل شي.

نوموړی وايي هند به کله هم نه غواړي چې پاکستان دې له خړ لېسټه ووځي بلکې هغوی خو غواړي چې عین تور لېسټ ته دې وغورځول شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG