د لاسرسي ځای

تازه خبر

تخار کې د ۱۲ ماشومانو د وژل کېدو د ادعا خپروونکي ته د صالح خبرداری


د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په تخار کې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدو ادعاوې یې خپرې کړې دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبې په ورځ د مرکز تالقان په هزار لق سیمه کې پر یوه جومات د هوايي حملې په نتیجه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر فېس‌بوک په یو بیان کې لیکلي، دی باوري اسناد لري چې دا ادعا ناسمه ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم په پنجشنبه ازادي راډیو په یوه بحث کې په دې اړه سپیناوی وکړ: "د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې دا خبره دروغ ده او طالبان هره ورځ دروغ وايي، دوی د خلکو په کورونو کې پټېږي، له جومات څخه ‌یې قرارګاه جوړه کړې. په کوم هېواد کې تاسو لیدلي چې په جومات کې پوځي قرارګاه وي، خو طالبانو په هر جومات کې پوځي قرارګاه جوړه کړې."

ښاغلي صالح په خپل بیان کې د چا نوم نه‌دی یاد کړی، خو ویلي یې دي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازو څخه‌یې سرخطونه جوړ کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر ټویټر په جلا بیانونو کې ویلي دي چې د دې ادعاوو په اړه‌یې پلټنې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG