د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ او اوباما د امریکا انتخاباتي کمپېن کې یوبل ته سختې خبرې


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پخواني امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پخواني امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره خبرې کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او پخواني امریکایي ولسمشر باراک اوباما په خپلو انتخاباتي غونډو کې یو بل ته سختې خبرې کړې دي.

اوباما په لومړي ځل د خپل پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن لپاره د ګاډو-کاروان په یو انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړ او پر ولسمشر ټرمپ یې سخت تنقید وکړ. د اکتوبر پر ۲۱ په فېلا ډېلفیا کې خلکو ته په خپله وینا کې اوباما د کورونا وایرس د وبایي صورتحال پر کنټرولو، خراب اقتصادي حالت او د صحت پالیسیو پر سر پر ولسمشر ټرمپ تنقید وکړ.

پخواني ولسمشر اوباما دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ د خپل کار جدي اخېستو صلاحیت نه لري.

بلخوا د شمالي کېرولاینا په ګېسټونیا کې ولسمشر ټرمپ په اوباما پسخند وواهه چې د ۲۰۱۶م کال د انتخاباتو نتیجو په اړه یې غلطه وړاندوینه کړې وه.

د امریکا انتخاباتو ته اوس تر دوو اونیو لږ وخت پاته دی. د امریکایي ادارې رییل کلییر پولېټکس د نظرپوښتنې ترمخه دا وخت جوباییډن له ولسمشر ټرمپه ۸.۶ فیصده نکتې مخکې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG