د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن برسلز کې د ناټو دفاع وزیرانو ۲ ورځنۍ غونډه پیلېږي


د ناټو یو شمېر دفاع وزیران
د ناټو یو شمېر دفاع وزیران

نن د بېلجیم په پلازمېنه برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي.

په دې غونډه کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو پر پوځي شتون خبرې وشي.

په ناټو کې د امریکا سفیرې کي بیلي هاتچیسن د اکتوبر پر ۲۲مه (پرون) د ناټو غونډې په درشل کې وویل: "څه چې له افغانستان سره ارتباط لري، موږ له خپلو متحدانو سره ورباندې سلا مشوره کړې، دا تېره اوونۍ په افغانستان کې زموږ د ځواکونو قوماندان د ناټو ۳۰ سفیرانو ته زموږ د پخوانیو خبرو په اړه چې ځواکونه به کموو، معلومات ورکړل."

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ۳۸ هېوادونو شاوخوا ۱۲،۰۰۰ سرتېري پراته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG