د جماعت اسلامي مشر سینیټر سراج ا لحق وايي ګوند به يي له نومبر مياشتې حکومت خلاف تحریک پېلوي.
نوموړي د اکتوبر په ۲۰مه له مشال رېډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل د وزیراعظم عمران خان په حکومت کې ګراني او بېروزګاري زیاته شوې چې له وجې یې عام خلک له مشکلاتو سره مخ دي. سراج الحق زیاته کړه چې د حکومت ضد اولنۍ جلسه به په باجوړ ضلع کې کوي.
نوموړي وویل د اپوزیشن ګوندونو په اتحاد یا پاکستان جمهوري تحریک کې ځکه نه شامېلېږي چې د ده په وینا په دې کې شاملو ګوندونو، مسلم لګ نواز او پیپلز پارټۍ په تیرو دوو کلونو کې د تحریک انصاف د حکومت ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې چې پاکستان جمهوري تحریک یا پي ډي ایم د وزیراعظم عمران خان حکومت نسکورولو لپاره د اکتوبر له ۱۶ مې احتجاجي جلسې شروع کړي دي او تر اوسه یې په ګجرانواله او کراچۍ کې جلسې کړي دي