د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظریف: ایران د افغانستان سولې بریا خپله بریا ګڼي


عبدالله عبدالله په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د کتنې پرمهال
عبدالله عبدالله په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د کتنې پرمهال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بریا خپله بریا ګڼي او د سولې لپاره د کابل د روانو هڅو ملاتړ کوي.

محمد جواد ظریف دا خبره د اکتوبر پر ۱۸مه په تهران کې د روغې جوړې ملي عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وکړه.

د دې شورا مطبوعاتي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې عبدالله څرګنده کړې، په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنايي فرصت برابر شوی دی.

عبدالله عبدالله د اکتوبر پر ۱۸مه ایران ته لاړ، هغه تر دې مخکې پاکستان او هندوستان ته هم سفر کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG