د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا کې د کویډ-۱۹ مړینې کچه لوړېداي شي: ډبلیو اېچ او


د کوسوو په پریستینیا کې یوه نرسه د د کویډ-۱۹ ناروغ بستر باندې جراثیم کش دوا پاشي.
د کوسوو په پریستینیا کې یوه نرسه د د کویډ-۱۹ ناروغ بستر باندې جراثیم کش دوا پاشي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په اروپا کې د کورونا وایرس د بیا خپراوي له وجې د مړینې د کچ لوړېدو خبرداری ورکړی دی.

په عین وخت کې د سیمې حکومتونو د وایرس مخنیوي په موخه بندیزونه او محدودیتونه اعلان کړي دي. د اکتوبر تر ۱۴مې په ګرده نړۍ کې د کووېډ -۱۹ ټولې ۳۸ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه شاوخوا ۱۱ لاکه کسان مړه شوي. اوسمهال په اروپا کې هره ورځ تر یو لاک پورې مثبتې پېښې ثبتېږي.

د اروپا په اېټالیا، چېک جمهوریت، سوېټڅرلینډ او روسیه کې تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي. همدا لامل دی چې حکومتونه د وایرس د خپرېدو مخنیوي هڅې کوي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د اکتوبر له ۱۷مې څخه په پلازمېنه پاریس کې د شپې ګرځبندیز اعلان کړ چې لږ تر لږه تر یوې میاشتې به عملي وي. د هسپانیې په کتالونیا سیمه کې چارواکو تر ۱۵ ورځو پورې د میخانو او رستورانونو تړلو اعلان کړی. همداراز، نېدرلینډز هم ورته اقدامات کړي او په ولسي ځایونو کې یې د تمبوزک وهل لازمي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG