چارواکي وايي بیګا وسله والو د شمالي وزیرستان په میرلي کې پر یوه پوځي پوسته برید کړی. د سیمې د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل چې پر پتاسي اډه پوسته حمله کې یو عسکر وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د سیمې امنیتي چارواکي وايي زخمي شوي امنیتي اهلکار د بنو پوځي هسپتال ته رسول شوي او په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
تر دې دوه ورځې وړاندې هم په میرلي کې د امنیتي ځواکونو ګاډی د سړک ښخ ماین چاودنې ښکار شوی و چې پکې یو تن ژوبل شوی وو