د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرعلي: بمي چاودنې یو عسکر ژوبل کړی


د شمالي وزیرستان نقشه.
د شمالي وزیرستان نقشه.

د شمالي وزیرستان په میر علي کې د سړکغاړې بمي چاودنې یو عسکر ټپي کړی دی.


په سیمه کې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي بېګا مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر مازیګر شوې ده.

ده وویل چې دا چاودنه د میرعلي تحصیل پر سړک د ریموټ کنټرول بم په وسیله شوې ده.

چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

په وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ له خوا پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده د اکتوبر پر ۱۰مه د جنوبي وزیرستان د شوال په مانا مندره کې نامعلومو وسله والو د پوځ پر پوستې برید کړی ول چې پکې دوه سرتېري هم وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG