د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې دوه عسکر وژل شوي


په جنوبي وزیرستان کې پوځي سرتېري د امنیت لپاره د ګزمې په حال کې - د ۲۰۱۷ز انځور
په جنوبي وزیرستان کې پوځي سرتېري د امنیت لپاره د ګزمې په حال کې - د ۲۰۱۷ز انځور

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د اکتوبر پر ۱۰مه د جنوبي وزیرستان د شوال په مانا مندره کې نامعلومو وسله والو د پوځ پر پوستې برید کړی چې پکې دوه سرتیري وژل شوي دي.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې په برید کې څلور نور سرتېري ټپیان شوي هم دي او له دې پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا برید په داسې مهال شوی چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژونو په ګډون د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي او پکې امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي په نخښه کېږي.

بلخوا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو شمېر وسله وال هم وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو په اړه څیړنیز مرکز فاټا ریسرچ سېنېټر مشر منصور مسید مشال راډيو ته وویل چې په ۲۰۲۰ز کال کې په امنیتي ځواکونو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی چې له کبله یې قبایلي ولس انديښنې لري.

مسید زیاتوي: "له جنورۍ څخه د اکتوبر تر ۱۰مې پورې ۴۶ پوځیان وژل شوي دي او ۶۷ ټپیان شوي دي. په دې موده کې ۶۳ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نیول شوي دي. دغسې په دې کال کې تراوسه ۴۵ عام وګړي وژل شوي دي. په ۲۰۲۰ز کال کې تراوسه ۹۱ بریدونه شوي دي چې پکې ۷۰ فيصده په شمالي او جنوبي وزیرستان کې شوي دي."

د اکتوبر پر نهمه د جنوبي وزیرستان په لده کې د ماین چاودنه شوې وه چې پکې یو پوځي پکې وژل شوی او بل زخمي شوی و.

د هغې پېښې ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلې وه.

XS
SM
MD
LG