د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تاجکستان کې د ولسمشرۍ انتخابات پیل شوي 


چارواکو ويلي دي چې په پولنګ مرکزونو کې په لومړيو دريو ګېنټو کې له ۲۰ فيصدو زياتو رجسټرډ ووټرانو خپلي رايي کارولي دي.
چارواکو ويلي دي چې په پولنګ مرکزونو کې په لومړيو دريو ګېنټو کې له ۲۰ فيصدو زياتو رجسټرډ ووټرانو خپلي رايي کارولي دي.

په تاجکستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د رايي اچولو بهير روان دی.

تمه ده چې ټول واکه ولسمشر امام علي رحمان د راتلونکې اووه کلونو لپاره منتخب شي.

چارواکو ويلي دي چې په پولنګ مرکزونو کې په لومړيو دريو ګېنټو کې له ۲۰ فيصدو زياتو رجسټرډ ووټرانو خپلي رايي کارولي دي.

په تاجکستان کې رحمان له ۱۹۹۲ کال راهيسي په واک کې دی او څلور وارې يې ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي وي.

خو غربي څارونکو هغه ټول انتخابات شفافه او ازادانه نه دې بللي. د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې د بېلا روس لوکاشينکا تر ټولو زيات مودي په واک کې دی.

په تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې په داسي حال کې کېږي چې د کورونا وايرس وبا له وجې په لاکونو خلک روس ته روزګار لپاره نشي تللي او په هېواد کې دننه د روزګار مواقعې نيشته.

د دي ترڅنګ له بهره د پيسو ليږدول هم ځنډلي چې اقتصاد سره به يې مرسته کوله. د ۶۸ کلن امام علي رحمان په مقابله کې څلور کانديدان دي چې د حکومت پلوه ګوندونو دي.

دا ټاکنې له هغې وروسته کېږي چې د امام علي رحمان ستر سیاسي سیال ګوند (اسلامي رینسانس ګوند (IRPT) غیر قانوني اعلان شوی وو.

سپريم کورټ په ۲۰۱۵ز کال کې هغه ګوند ترهګر ګرځولې او پرې بنديز لګولې وو. د ګوند ډیري مشران په زندان کې دي او نور له هیواده تښتیدلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG