د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د چارواکيو له لورې د ځورونو شکايت کوي


پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ ۲۰۱۹ م کال د شمالي وزيرستان د جلسې عکس (ارشېف)
پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ ۲۰۱۹ م کال د شمالي وزيرستان د جلسې عکس (ارشېف)

منظور پښتين د تېر لوی اختر پر مهال د جنوبي وزيرستان په واڼه، مکين، سره روغه او لده کې ولسي غونډو ته ويناګانې کړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان مشران ادعا کوي، د منظور پښتين تر جلسو وروسته ځايي چارواکي يې غړي او پلويان تنګوي.

منظور پښتين د تېر لوی اختر پر موقع د جنوبي وزيرستان په واڼه، مکين، سره روغه او لده کې ولسي غونډو ته ويناګانې کړې وې.

د غورځنګ يوه ځايي مشر رحمت شاه مسود د اګست پر ۲۶ مه نېټه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال ادعا وکړه چې پوليسو د ۱۰۰ کسانو پرضد مقدمې درج کړې او پر کورونو يې چاپې وهي.

هغه زياته کړه چې دوی د جلسو پر مهال هيڅ ډول غيرقانوني او غيراييني ويناګانې او نعرې نه دې وهلې.

رحمت شاه مسود وويل، حکومتي اقدامات به دوی د ظلم خلاف له غږ اوچتولو څخه ونه دروي.

خو د جنوبي وزيررستان د پوليسو مشر عتيق الله وزير پر کورونو د چاپو وهلو تورونه رد کړي دي.

هغه د اګست پر ۲۶ مه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د مقدمو درجولو تصديق ونکړ البته وې ويل چې غورځنګ چې هرځای جلسې کړې دي نو پرخلاف مقدمې جوړې شوې دي.

دده په وينا، غورځنګ د رياست او ریاستي ادارو خلاف نعرې وهي.

د پښتون زغورنې غورځنګ ګڼ شمېر مشران او غړي داوخت د مختلفو مقدمو لاندې په زندانونو کې دي.

XS
SM
MD
LG