د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ یوې امریکایي کمپنۍ ته د ټیک ټاک اخيستلو لپاره وخت ټاکلی


ټرمپ وايي، امریکا له مایکروسافټ کمپنۍ سره د ټیک ټاک په رانیولو کې مخالفت نه ‌لري.
ټرمپ وايي، امریکا له مایکروسافټ کمپنۍ سره د ټیک ټاک په رانیولو کې مخالفت نه ‌لري.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د یوې امریکایي کمپنۍ لپاره د سېپټمبر ۱۵مه نېټه ټاکلې چې د چین ټیک ټاک کمپنۍ واخلي.

ولسمشر ټرمپ د اګسټ پر درېیمه وویل چې د امریکا له مایکروسافټ کمپنۍ سره د ټیک ټاک په رانیولو کې مخالفت نه ‌لري.

ټرمپ ویلي چې د مایکروسافټ کمپنۍ له اجرایوي مشر ساتیا نادیلا سره ‌یې د دغه احتمالي اقدام په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ په امریکا کې پر ټیک ټاک بندیز ولګاوه او تور یې پورې کړ چې دا ټولنیزه رسنۍ ښایي د چین لخوا د استخباراتي وسیلې په توګه وکارول شي.

ټیک ټاک په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو بليون کاروونکي لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG