د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور های کورټ د "ټیک ټاک" ضد مقدمې اورېدنه کوي‌


لاهور های کورټ
لاهور های کورټ

پراګ - د پنجاب په لاهور های کورټ یو کس درخواست ورکړی دی چې د لنډو او مزاحیه ویډیوګانو پر اېپ - ټیک ټاک - دې بندیز ولګول شي.

درخواست ورکوونکی وايي دا اېپ د ټولنیزو اخلاقو او انساني ژوند لپاره په تاوان دی.

د لاهور های کورټ د پاکستان قانون وزارت او د رسنیو د څار ادارې پېمرا ته امر کړی دی چې پر ټیک ټاک نومي‌ اېپ د راپورته شوو پوښتنو په اړه دې وضاحت وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د لاهور یو ښاري د جولايي پر ۱۴مه یاد عدالت ته په ورکړي‌ درخواست کې غوښتنه کړې چې حکومت دې پر دې اېپ بندیز ولګوي.

په درخواست کې ادعا شوې چې دا اېپ د ټولنیزو اخلاقو خلاف او انساني ژوند ته خطر دی.

د درخواست ورکونکي‌ وکیل اډوکېټ ندیم سرور د جولايي پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې په درخواست کې دوه ډېر مهم اعتراضونه دي.

ده وویل ، “دا اېپ که یو پلو د وخت او پېسو ضایع کول دي‌ نو بل پلو له دې څخه په ټولنه کې بد اخلاقي‌ او فحاشي خپرېږي‌ هم داسې د دې اېپ لپاره د ویډیوګانو جوړولو پر وخت مرګونه هم ورځ تر بلې زیاتېږي ، څوک ویډیو جوړوي‌ حادثه ورته وشي او یا له خپله لاسه پرې ډز وشي‌ نو دا ټول داسې څه دي‌ چې نه یې اسلام اجازه ورکوي او نه یې د پاکستان په ایین کې اجازه شته.”

اډوکېټ ندیم سرور وویل چې د قانون وزارت او پېمرا خپل موقف عدالت ته وړاندې کړی دی او اوس به د یادې مقدمې اورېدنه د سپټمبر پر ۱۰مه کېږي.

د ده په وینا ، دوي دا درخواست هم ورکړی دی چې تر څو دا مقدمه پای ته رسېږي تر هغه وخته دې ټیک ټاک په لنډمهاله توګه وتړل شي.

ټیک ټاک د ۲۰۱۶م کال په سپټمبر کې په چین کې جوړ شوی وو او په ډېره چټکۍ یې په نړۍ کې د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

په دې اېپ کې کاروونکي لنډې ویډیوګانې جوړوي‌ چې زیاتره یې خندونکې او فېشني بڼه لري خو تخلیقي او فني ویډیوګانې هم پکې ډېرې وي.

په دې وروستیو کې د پام وړ شمېر ځوان پښتانه هم ټیک ټاک ته ورمات شوي او هلته خپلې جوړې کړې ویډیوګانې جوړوي.

د عارف خان لالا په نامه د خیبر پښتونخوا د سوات یو اوسېدونکی هم نه یوازې په ټیک ټاک کې فعال دی بلکې د هغه جوړې شوې ویډیوګانې هم ډېرې مشهورې شوې دي.

ده مشال راډیو ته وویل چې له تېرو شپږو میاشتو ټیک ټاک کاروي‌ او هدف یې یوازې خلک خوشاله ساتل دي.

عارف خان وویل ، “زموږ ویډیوګانې زیاتره د ټوکو ټکالو په اړه ویي ، د کورونو ، د ښځو په اړه چې کومې ټوکې وي هغه راټولوو او داسې خندونکی انداز ورکوو چې خلک یې ډېر خوښوي. یانې دا عامې خبرې چې زموږ په معاشره کې دي هغه ته مزاحیه بڼه ورکوو.”

د اوبرلو په نامه یو کاروباري ویب پاڼې د رپورټ له مخې ، ټیک ټاک تر اوسه په نړۍ کې ۸۰۰ میلیونه فعال کاروونکي لري چې زیاته برخه یې په چین ، امریکا او هیند کې ده.

ټیک ټاک پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د دوي هدف تخلیق ته وده ورکول او د خوښیو خپرول دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG