د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر وخت معاینه د سینې سرطان مخنیوی کولای شي: پوهان


د سینې سرطان تشخیص لپاره الټراساونډ ټېسټ
د سینې سرطان تشخیص لپاره الټراساونډ ټېسټ

اسلام اباد - د نړۍ د ګڼو هېوادونو په ګډون په پاکستان کې هم د اکتوبر میاشت د سینې د سرطان په اړه د اګهۍ لپاره لمانځل کېږي.

په پاکستان کې د ښځو د سینې سرطان په اړه کارکوونکې ناحکومتي اداره (پېنک رېبن) وايي، په جنوبي اسیا کې د دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې په پاکستان کې ثبتېږي.

د دې ادارې مشر عمر افتاب مشال راډیو ته وویل، راتلونکی کال (۲۰۱۸ز) په لاهور کې د سینې سرطان د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون کار پیلوي.

ده وویل، دا به په هېواد کې د دې ناروغۍ لومړی روغتون وي چې پکې به بېوزله ښځو ته وړیا روغتیايي خدمات ورکوي.

افتاب وايي، ((په پاکستان کې دا مهال، یو کروړ او ۲۰ لاکه ښځې د سینې سرطان له خطر سره مخامخ دي. د سینې سرطان یوازینی کینسر دی چې تشخیص یې په وخت کېدای شي.))

پېنک رېبن (Pink Ribbon) وايي، په پاکستان کې په هرو نهو کې یوه ښځه د سینې سرطان لري او هر کال ۴۰ زره ښځې له دې ناروغۍ مري.

په پېښور کې د سرطان ماهره ډاکتره صفوره شاهد وايي، که په پاکستان کې د سینې د کینسر مرض راجسټري وای نو دا ناروغي به دومره خطرناکه نه وه.

د دې په خبره، ښځو ته په کار دي چې خپله معاینه کوي ځکه چې د سینې د سرطان څلور درجې وي چې پکې وروستۍ هغه یې زیاته خطرناکه او مرګونې وي.

XS
SM
MD
LG