د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر کرسمس له افغانستانه خپل ټول ځواکونه راباسو: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په باګرام کې له خپلو عسکرو سره. ۲۰۱۹، ۲۸ نومبر
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په باګرام کې له خپلو عسکرو سره. ۲۰۱۹، ۲۸ نومبر

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي غواړي تر کرسمس پورې ټول امريکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي. نوموړي د اکتوبر پر اوومه (پرون) پر خپل ټويټ ليکلي دي، ''په افغانستان کې په دندو بوخت زموږ په لږ شمېر کې پاتې بهادر سړي او ښځې بايد د کرسمس پورې په خپل کور کې وي.''

د ټرمپ پېغام په داسې وخت مخې ته راغلی دی چې په امريکا کې صدارتي انتخاباتو ته څلور اونۍ پاتې دي او نوموړی غواړي چې خپله هغه د ۲۰۱۶م کال انتخاباتي ژمنه پوره کړي چې وايي، ''نه ختمېدونکي جنګونه به ختموي.''

د ۲۰۰۱ م کال په يولسم سپټمبر له ترهګريزو بريدونو وروسته امريکايي پوځونو په افغانستان کې د طالب رژیم نسکور کړ او دا نولس کلن جنګ د امريکا تر ټولو اوږد هغه ګڼل کېږي.

د ډونلډ ټرمپ تر ټويټ څو ساعته مخکې د امريکا د ملي امنيت سلا کار رابرټ اوبراين وويل چې امريکا د راتلونکې کال په ړومبيو کې د افغانستان دننه خپل ځواکونه تر ۲۵۰۰ پورې راکموي.که څه هم له وړاندې امريکا اعلان کړی چې راتلونکې مياشت به خپل ځواکونه تر ۴۰۰۰ پورې راکموي خو د امريکا د ملي امنيت سلا کار رابرټ اوبراين څرګندونې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتو د رفتار او څرنګوالي په اړه خورا زيات تفصيلات په ډاګه کوي.

او براين د لاس وېګس په نوېډا پوهنتون کې پرون د وينا پرمهال وويل چې کله ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ سمبال کړه نو هغه وخت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۱۰،۰۰۰ و خو نن دغه شمېر له پنځو زرو هم ښکته دی او د راتلونکې کال په ړومبيو کې به دغه شمېر دوه نيم زرو ته راکم شي.دا په داسې حال کې ده چې دې کال په امريکا کې کېدونکي صدارتي انتخابات رانږدې شوي نو واشنګټن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ويستل ګړندي کړي دي او دا کار په دوحه کې له روانو بين الافغاني مزکراتو سره هم تړل شوی دی. د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې د ۲۰۲۱ م کال تر مې پورې به نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي چې په بدل کې به يې طالبان د ترهګرۍ د مخنيوي ضمانت ورکوي.

افغان چارواکي او غربي ډپلومېټان چې په قطر کې يې د افغان سولې خبرو ته زمينه برابره کړې تر ټولو مهم لومړيتوب يې ډزبندي ده. رابرټ اوبراين وايي ((بلاخره افغانان به په خپلو کې سره يو توافق يعنې يوه امنيتي تړون ته رسي. د ده په خبره د سولې خبرو پرمختګ به ورو وي، ګران به وي خو زما په فکر دا يو مهم ګام دی. زموږ په اند بايد چې امريکايان خپل کور ته راشي.))

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو هدف په جګړه کې د ښکېلو دواړو خواو ترمنځ د تشدد په راکمولو او د واک په ممکنه شريکولو موافقې ته رسېدل دي. خو په دې لړ کې تر دې دمه هېڅ پرمختګ نه دی ليدل شوی او تشدد روان دی او په وروستيو اونيو کې ډېرې افغان سرتيرو او طالب وسله والو په نښتو کې ژوند له لاس ورکړی دی او ځانمرګيو بريدونو لسګونه ولسي وګړي وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG